له هنګري وتونکو پناه غوښتونکو ته اجازه ورکړای شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکیې په اوبو کې په یوې ډوبې شوې کښتۍ کې چې د یونان په لور روانه وه د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۲ کډوال مړه شوي

دا دويمه پرله پسې شپه ده چې د هنګري د بوداپست ښار د اورګاډو په یوه تمځای کې پناه غوښتونکي ټکټ په لاس ولاړ دي، خو پولیس یې مخه نیسي او پناه غوښتونکي نه پرېښودل کېږي چې اورګاډي ته وخېږي.

د سوریې پناه غوښتونکي چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم په کې شته په لوړ غږ شعار ورکوي چې بشارالاسد او هنګري یو دي.

هنګري چې جرمني او د اروپا نورو هېوادونو ته د دغو کډوالو د تګ مخنیوی کوي وايي دوی د اروپایي اتحادیې قانون پلی کوی.

د دغو کډوالو ډېر یې د سوریې او افغانستان دي.

د سوریې پناه غوښتونکی محمد وايي: ''که تاسې زما په ځای اوسئ څه کوئ، تاسې هم انسان موږ هم، تاسې هم اولادونه لرئ او موږ هم، تاسې هم تحصیل کړی او موږ هم.''

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وایي چې د هنګري پولیسو یو شمېر کډوال نیولي او ښایي په اورګاډي کې یې د هېواد په ختیځ کې ټاکلو شوو کمپونو ته ولېږدوي.

د انځور حقوق epa
Image caption ه اتریش کې پولیسو ۲۴ افغانان د يوه سرپټي باروړونکي موټر څخه اېستلي چې وايي نژدې و د هوا له کمښته مړه شي

د پناه غوښتونکو له دوه ورځني مقاومت وروسته د هنګري په بوداپست کې د اورګاډي تمځای دروازې د سلګونو پناه غوښتونکو پر مخ خلاصې شوې دي.

دا ګام پر داسې مهال اخيستل شوی، چې ټاکل شوې د هنګري پناه غوښتونکو ضد لومړی وزير ويکتور اوربان د پناه غوښتونکو د کړکېچ پر سر د بروکسل په غونډه کې برخه واخلي.

د هنګري حکومت کډوالو ته ویلي چې په ټاکلو شوو ځایونو کې دې خپل نومونه ثبت کړي، وروسته به حکومت د دوی د پناه غوښتنې په هکله پرېکړه وکړي.

د هنګري د لومړي وزیر ویاند زولتان کوواکس وایي د اروپايي اتحادیې د قانون له مخې کډوال حق نه لري له هغه هېواده چې لومړی ور رسېدلي، دويم هېواد ته سفر وکړي.

دی وايي:''دوی باید د اورګاډي په تمځای کې و نه اوسي. ځکه چې پر پوله دوی ته ویل شوي چې په هېواد کې دننه یوه ځانګړي ځای ته ولاړ شي. دا کار په اتریش او جرمني کې هم کېږي. نو ځکه هېڅ څوک د آزادانه تګ او راتګ حق نه لري، په تېره بیا هغه څوک چې اروپا ته غیرقانوني راغلي دي. د یوه ټکټ رانیول د دې لامل نه کېږي چې د اروپا قوانین دې له پامه وغورځول شي.''

په داسې حال کې چې له منځني ختیځ او افریقا څخه راخوځېدلي په سلګونه زره کډوال د اروپا په لور روان دي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه پر یوې ټول منلې تګلارې نه سلا کېږي.

د جرمني، فرانسې او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو نه یوازې دا چې غوښتي اروپا کې د پناه ورکولو پر قانون دې له سره غور وشي چې د هر اروپايي هېواد پر سر دې د کډوالو وېش هم عادلانه وي.

ایټالیا او یونان شکایت کړی چې د دوی سمندرغاړو ته وررسېدونکو کډوالو پر دوی ډېر فشار راوستی دی.

بله خوا په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونه لکه جرمني چمتو دي چې ډېر کډوال ومني، نور لکه بریتانیا دې کار ته چمتو نه دي.

Image caption د ترکيې په اوبو کې د پناه غوښتونکي ماشوم د مړي موندل کېدو په خواله رسنيو کې پراخ بحثونه راپارولي دي

د بلجیم په بروکسل کې د بي بي سي خبریال کرېس مورېس وايي اروپايي کمیسیون چې د اروپايي اتحادیې اجرائیه څانګه ده هڅه کوي د هغو خوندي هېوادونو یو لست چمتو کړي چې د دغو هېوادونو رد شوي پناه غوښتونکي بېرته ورواستوي.

د ترکیې په اوبو کې په یوې ډوبې شوې کښتۍ کې چې د یونان په لور روانه وه د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۲ کډوال مړه شوي. د دغې کښتي له قربانیانو د یوه ماشوم د مړي عکس د خواله پر رسنيو ډېر بحثونه راپارولي دي.

بلې خوا په اتریش کې پولیسو ۲۴ افغانان د يوه سرپټي باروړونکي موټر څخه اېستلي چې وايي نژدې و د هوا له کمښته مړه شي.

ورته مطالب