دیربي xxx ګډ د لومړي پوځي رتبې ته لوړ شو

Image caption دغه ګډ ته د بریتانوي پوځ د میرسیا فرقې د بنسټ اېښودو د اتم کال لمانځغونډې پرمهال ترفیع ورکړل شوه

د بریتانیا یوې پوځي ډلې د خپل بنسټ لمانځغونډې پرمهال یو ګډ د لومړي پوځي رتبې ته لوړ کړی دی.

دغه ګډ چې دیربي XXX نومېږي، د پوځي له رتبې نه د لومړي پوځي رتبې ته لوړ شوی دی.

کنډکمشر ډګروال اندرو ویلیمز یاد ګډ ته د ترفیع نښان هم په غاړه کې واچاوه، چې پرې لیکل شوي وو دا ویاړ نوموړي ګډ ته د هغه د ''ښو کړو وړو'' له کبله ورکړل شو.

دیربي XXX د بریتانیا د پوځ په دې کنډک کې ۳۰ ګډ دی، چې د ترفیع نښان ورکول کېږي.

دغه ګډ له دې کنډک سره د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ میاشت کې یوځای شوی دی.

ګډ د خوړو کوپون هم ترلاسه کړی، او د رخصتۍ ورځې د انګلستان په لوکسو ځایونو کې تېرولی شي.

Image caption ګډ هم په لمانځغونډه کې ګډون کړی و