د سوري ماشوم پلار د خپل زوی د مړینې کیسه کوي

د انځور حقوق AP
Image caption عبدالله وايي: ''خپل ماشوم او مېرمن کې ټینګ ونیول، خو د ژغورنې هېڅ هیله نه وه، دواړه یو پر بل پسې مړه شول.''

عبدالله کردي، د هغه درې کلن ماشوم ایلان پلار دی، چې په سمندر کې ډوب او د خپل پلار د سترګو پر وړاندې ومړ. عبدالله کردي د خپلو سترګو لیدلی حال له بي بي سي سره شریک کړی او د دغې غمجن خبر کیسه یې کړې ده، چې د خپل زړه یوه ټوټه یې پکې له لاسه ورکړه.

عبدالله کردي وايي د ترکیې له اوبو نه په یوه بېړۍ کې له خپلې کورنۍ او ځینو نورو کډوالو کورنیو سره د یونان کاس ټاپو ته یې سفر پیل کړ، د سمندر اوبه مستې وې او څپو یې بېړۍ د ماڼو له کنټروله وایستله، بېړۍ چلوونکو په یوه چم ځانونه وژغورل، خو کډوال یې پرېښودل.

عبدالله وايي: ''خپل ماشوم او مېرمن کې ټینګ ونیول، خو د ژغورنې هېڅ هیله نه وه، دواړه یو پر بل پسې مړه شول.''

د عبدالله کردي کورنۍ یوه هغو زرګونو سوري کورنیو ده، چې له سوریې نه یې د سرپناه موندلو لپاره له هېواده بهر د ژوند او آرامې ساه اخیستو لپاره مرګوني سفر ته زړونه ښه کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تیمة کردي وايي، د خپلوانو د وربللو پروګرام کې د ګډون کولو لپاره یې ۲۰ زره ډالر راغونډي کړي وو، خو وړاندیز یې د کډوالۍ چارو د ادارې له خوا رد شو.

د ایلان انځور، چې د ترکیې بودروم اوبو پرځنډه پړمخې پروت دی، په خواله رسنیو کې ډېر زیات خپور شو، ددغه انځور په خپرېدو سره، پر اروپايي حکومتونه ډېرې نیوکې وشوې، چې ګني ‎دد‎ې غمیزې پروړاندې د مېرې چلند کوي.

سږ کال په آرام سمندر کې زرګونه کډوالو او پناه غوښتونکو په دې هڅه چې اورپا کې آرام ژوند ومومي، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عبدالله کردي بي بي سي ته وویل: ''هڅه مې وکړه، چې بېړۍ پخپله وچلوم، خو یوې قوي څپې چپه کړه، او بیا دا پښېه وشوه.''

Image caption عبدالله کردي وايي: ''زما ماشومان ډېر خواږه وو، هر ګهیځ به یې ویښولم چې لوبې ورسره وکړم، آیا تر دې خواږه بل څه شته؟! خو اوس دا ټول ختم شول.''

دی زیاتوي: ''زما ماشومان د ګردې نړۍ ښکلي ماشومان وو، آیا په ګرده نړۍ کې داسې انسان شته، چې خپل ماشومان تر یوې لویې شتمنۍ ارزښتناک ونه ګڼي؟''

Image caption د عبدالله خور، تیمة کردي وايي، کاناډا ته یې د خپل ورور او ورېرو د ورغوښتلو لپاره له خپلوانو او ملګرو ۲۰ زره ډالر راغونډ کړي وو

دغه غمځپلی پلار وايي: ''زما ماشومان ډېر خواږه وو، هر ګهیځ به یې ویښولم چې لوبې ورسره وکړم، آیا تر دې خواږه بل څه شته؟! خو اوس دا ټول ختم شول.''

دی وايي ''پرته له دې چې د خپلې کورنۍ د غړو پر قبرونو وژباړم او خپل غمونه تازه کړم، نور څه نه دي راپاتې.''

ایلان او د هغه ورور غالب او مور یې ریحان د هغو ۱۲ سوري کډوالو په ډله کې وو، چې د بېړۍ د اوښتو پېښه کې ډوب او مړه شول.

ترکي پولیسو ددغې پېښې په تړاو د سوریې څلور انسان قاچاق کوونکي ونیول.

اټکل دی چې د ایلان کورنۍ او نور هغه کډوالو چې د سوریې له عین العرب (کوباني) نه ورسره ملګري شوي وو، تېر کال د ''اسلامي دولت'' د پرمختګ پرمهال ترکیې ته تښتېدلي وو.

د ترکیې یوه روغتیايي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، د وژل شویو مړي به استانبول او بیا د سوریې سرحدي سوروش ښار او بیا وروسته عین العرب ته ولېږدول شي.

پر همدې مهال، د کاناډا د کډوالو چارو وزیر کریس الکسندر ویلي، د هغې پېښې په اړه څېړنه کوي، چې کاناډايي چارواکو د یوې کردۍ کورنۍ د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption عبدالله کردي وايي: ''زما ماشومان د ګردې نړۍ ښکلي ماشومان وو، آیا په ګرده نړۍ کې داسې انسان شته، چې خپل ماشومان تر یوې لویې شتمنۍ ارزښتناک ونه ګڼي؟''

وزیر وايي، د څه مودې لپاره یې د همدې موضوع د څېړنې په پلمه ټاکنیزې منډې ترړې ځنډول‎ې دي.

د عبدالله کردي خور، چې دا مهال د کاناډا په لوېدیځ فانکوفر کې اوسېږي، د کاناډا رسنیو ته ویلي، د خپل ورور او خپلوانو د مېلمه کولو لپاره یې غوښتنه کړې وه، خو په تېر جولای کې د کډوالۍ چارو چارواکو یې غوښتنه رد کړه.

تیمة کردي وايي، د خپلوانو د وربللو پروګرام کې د ګډون کولو لپاره یې ۲۰ زره ډالر راغونډي کړي وو، خو وړاندیز یې د کډوالۍ چارو د ادارې له خوا رد شو.

Image caption پر عین العرب (کوباني) ښار د 'اسلامي دولت' ډلې د کلابندۍ پرمهال عبدالله کردي تښتول شوی و
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

دا وايي، دغه پیسې یې له خپلوانو او ملګرو راټولې کړې وې، ''خو هغوی مو له سوریې ونه شوای ایستلی، همدا وه چې په سمندر کې یې د بېړۍ سفر پیل کړ. ما په ترکیه کې د هغوی د کور کرایه ورکوه، خو ترکان له سوري کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کوي.''

یو کاناډایی خبریال تیري ګلافین، چې په فانکوفر کې د عبدالله کردي له خور سره غږېږلی، هغه (عبدالله) د روان کال په لومړیو کې کله چې ''اسلامي دولت'' عین العرب (کوباني) ښار کلابند کړی و، عبدالله وتښتول شو، او تښتوونکو یې ټول غاښونه ایستلي وو.

Image caption هنګري کې پولیس له کډوالو سره لاس او ګرېوان شوي

خو عبدالله په وروستۍ هڅه کې بریالی او د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو، همدا وو چې ترکیې ته یې له خپلې کورنۍ سره کډه کېدو ته زړه ښه کړ، خو هلته یې هم په پردیسۍ کې ناوخوالې وګاللې، ځکه چې ترکیې هم ډېر وخت د وتلو وېزه نه ورکوله.

د سټیفن هارپر محافظه کار حکومت د کاناډا د مخالف لیبرال ګوند د مشر جوسټین ترودو له خوا تر نیوکې لاند راغلی، چې ولې یې ډېرو کډوالو ته پناه نه ده ورکړې.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Reuters

ترودو د کاناډا چارواکي هڅولي چې ۲۵ زره سوري کډوالو ته پناه ورکړي.

د سوري کډوالو پروړاندې د کاناډا تګلاره

  • په تېره جنورۍ کې کاناډا تر راتلونکو ۳ کلونو پورې د ۱۰ زرو کډوالو د مېشتولو اعلان وکړ.
  • خو پر حکومت نیوکې ډېرې شوې، چې ولې د مسیحیانو په څېر په سوریه کې ځپل شویو مذهبي لږکیو ته لومړیتوب ورکوي. د بشري حقونو مدافعو ټولنو وویل، حکومت مذهبي توپیرپالنه کوي.
  • د کډوالو چارو وزیر کریس الکسندر په تېره پنجشنبې وویل، کاناډا اوس ۲۵۰۰ کډوال منلي دي.
  • محافظه کارانو ویلي، که د اکتوبر په ټاکنو کې بریالي شي، د سوریې او عراق د ۱۰ زره کډوال به ومني.