متحدو عربي اماراتو پر يمن نوي بريدونه پيل کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وايي په يمن کې د جګړو له امله له ۴۵۰۰ زيات کسان وژل شوي

د متحدو عربي اماراتو جنګي الوتکو په يمن کې په نويو هدفونو هوايي بريدونه کړي.

دغه بريدونه له هغه وروسته کېږي چې د اماراتو ۴۵ سرتېري په يمن کې د حوثي ياغيانو د راکټ بريدونو له امله ووژل شول.

د سعودي چارواکي وايي د حوثي ياغيانو راکټ بريدونو کې د دوی سرتېري هم وژل شوي دي.

د متحدو عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام د پوځ مرکزي قوماندې له قوله ویلي، چې یمن کې دغه پوځیان د وظیفې ادا کولو پر مهال وژل شوي دي.

متحدو عربي اماراتو د خپلو پوځيانو د وژلو په تړاو درۍ ورځنۍ وير اعلان کړی دی.

بحرين ويلي چې په دې بريد کې د دوی پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.

د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونه غواړي چې د يمن جلا وطنی ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.

پر پلازمېنه صنعا د حوثي یاغیانو له کنټروله وروسته ولسمشر منصور هادي عدن ښار ته ولېږدید، خو د عدن پر لور د یاغیانو له پرمختګ وروسته نوموړی سعودي عربستان ته ولاړ.

حوثي ياغيان وايي دغه بريد يې د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو د جرمونو پر وړاندې ترسره کړی دی.

د ملګرو ملتونو په خبره له مارچ میاشتې راهیسې یمن کې د جګړو او سعودي عربستان په مشرۍ پوځي بریدونو کې تر ۴۵۰۰ پورې کسان وژل شوي چې ۲۱۱۰ يې ولسي وګړي دي.

ورته مطالب