مصر کې نڅاګرې بدلمنۍ ته د هڅولو په تور زنداني شوې

د انځور حقوق
Image caption د نڅاګرو خلاف عریضه کې ویل شوي وو، چې د ولسي اخلاقو سپکاوي کوي

مصر کې یوې محکمې دوې نڅاګرې بدلمنۍ ته د هڅونې په تور په شپږ میاشتې زندان محکومې کړې.

دغه دواړه نڅاګرې، چې یوه یې د مصر 'شکېرا ' او بله هم 'برادیس' بلله کېږي، په ویډیويي سندرو کې د نامناسبو کالیو اغوستو له کبله نیولې شوې وې.

د دوی خلاف عریضه کې ویل شوي وو، چې د ولسي اخلاقو سپکاوي کوي او وايي د دوی له کبله د مصریو مېرمنو په اړه نامناسب تصور خپریږي.

د سږ کال مارچ میاشتې کې یوه نڅاګره صفیناذ ملي بیرغ ته د سپکاوي په تور په شپږ میاشتې زندان محکومه شوې وه.

نوموړې په یوه ویډیو کې لیدله کېږي، چې له ملي بیرغه یې جوړ شوي کالي اغوستي دي.

یوه بله نڅاګره سلما الفولي هم له دې کبله په شپږ میاشتې زندان محکومه شوې وه، چې وايي کالي یې لنډ وو او غیر مناسب حرکتونه یې کول.

د هغې ویډیو عکاس هم په شپږ میاشتې زندان محکوم شوی و او یو بل سړي ته، چې ویډیو یې جوړه کړې وه او خپله هم پکې معلومیږي په غیاب کې د یوه کال سزا ورکړې امر شوی و.