تاجکستان: پلازمېنې دوشنبې کې د ډزو پایلې کې لس کسان وژل شوي

Image caption تاجکستان کې د تاوتریخوالي دغه ډول پېښې لږ تر سترګو کېږي

د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې دننه او شاوخوا کې یې د ډزو پایله کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو په وینا د دوشنبې څنډو وحدت سیمې کې او دغه راز د کورنیو چارو وزارت په یوه ودانۍ کې د ډزو پایله کې اته کسان وژل شوي دي.

چارواکو پر ګوښه شوی مرستیال دفاع وزیر جنرال عبدالحلیم نظرزاده تور پورې کړی، چې وايي د یوې ترهګرې ډلې مشري کوي. دوی وايي ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو سفارت ویلي دوی حالت له نژدې څاري او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي دغه پېښې 'د نور تاوتریخوالي عناصر واوسي ' رسمي خبري اژانس ته په یوه ورکړل شوي اعلامیه کې کورنیو چارو وزارت ویلي، چې 'د جمعې په ګهیځ د جنایتکارو یوې منظمې ډلې د وحدت سیمې کورنیو چارو پر اداره او دوشنبې کې د مرکزي حکومت پر یوې ودانۍ بریدونه کړي دي'

اعلامیه کې راغلي ' پایله کې دغې ډلې یوه اندازه وسله او مرمۍ له ځانه سره وړي دي. ' اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د ' ترهګرو یوه ډله 'چې مشري یې جنرال نظرزاده کوي د رومتي جورج سیمې پر لور تښتیدلي او وايي امنیتي ځواکونه یې په لټون وتلي دي.

تاجکستان کې د تاوتریخوالي دغه ډول پېښې لږ تر سترګو کېږي او اوسنۍ پېښه د خلکو په ژوند کې د اسلام رول په اړه له بیا رابرسېره شویو ناندریو وروسته رامنځته شوې دي.

دغه هېواد چې ډېری اوسیدونکي یې مسلمانان دي، له خپلواکۍ راهیسې پکې سیکولر سیاسي نظام واکمن دی.

تېره اونۍ د دغه هېواد عدلیې وزارت د احیای اسلام ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه، چې په مرکزي اسیا کې یوازینی قانوني مذهبي ګوند دی.

جنرال نظار زاده د پخواني متحد تاجک اپوزیسیون غړی دی، چې ۱۹۹۰ کلونو پر مهال یې د کورنیو جګړو پر مهال له حکومت سره جګړه کوله او بیا د ۱۹۹۷ کال اوږدو کې د لاسلیک شوې سولې هوکړې پایلې کې د کابینې غړی شو.

خبریالان وايي وروستي بریدونه د ولسمشر امام علي رحمان او پخواني اپوزیسیون جنګسالارانو تر منځ د ډېرېدونکي کړکېچ نښه بلله کېږي.

ښاغلی رحمن له دوو لسیزو راهیسې خپل هېواد کې واکمن دی او ۲۰۱۳ کال کې له ۸۳ اعشاریه شپږ سلنې رایو سره یو ځل بیا وټاکل شو. هاغه مهال نړیوالو مبصرینو ویلي و ' ټاکنې سوله ییزې او ارامې وي، خو رښتینی انتخاب پکې نه و. '