یمن کې د متحدو عربي اماراتو ۴۵ پوځيان وژل شوي دي

د انځور حقوق epa
Image caption د متحدو عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام د پوځ مرکزي قوماندې له قوله ویلي، چې یمن کې پوځیان د وظیفې ادا کولو پر مهال وژل شوي دي

یمن کې دولتي رسنیو ویلي د متحدو عربي اماراتو ۴۵ پوځیان، چې دغه هېواد کې د سعودي عربستان په مشري د حوثي یاغیانو خلاف عملیاتو کې برخه اخلي وژل شوي دي.

بل لور ته بحرین ویلي، چې پنځه پوځیان یې له سعودي عربستان سره د ګډې پولې اوږد کې وژل شوي دي. په دې اړه ډېر معلوماته نه دي ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ یمن کې پوځي سرچینو ویلي، چې له پلازمېنې صنعا نه ۲۵۰ کیلومتره لرې د ختیځې ماریب سیمې یوه پوځي زېرمتون کې باروتو کې چاودنه شوې، چې له کبله يې د متحدو عربي اماراتو پوځيان وژل شوي ، خو یاغیان وايي چاودنه د دوی د راکټي برید له کبله رامنځته شوې ده.

د متحدو عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام د پوځ مرکزي قوماندې له قوله ویلي، چې یمن کې پوځیان د وظیفې ادا کولو پر مهال وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په خبره له مارچ میاشتې راهیسې یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي بریدونو پایله کې تر ۴۵۰۰ پورې کسان وژل شوي دي، چې وايي ۲۱۱۰ پکې ملکي کسان دي. پر پلازمېنه صنعا د حوثي یاغیانو له کنتروله وروسته ولسمشر منصور هادي ساحلي ښار عدن ته ولېږدید، خو د عدن پر لور د یاغیانو له پرمختګه وروسته نوموړی سعودي عربستان ته لاړ.

سعودي عربستان څو ځلې د حوثي یاغیانو د پرمختګ خلاف خبرداری ورکړ، خو وروسته یې پوځي عملیات پیل کړل او یو شمېر سیمې یې بېرته ونیولې.