د "پي کې کې" بريد کې د ترکيې دوه پوليس وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption په تېرو څو اوونيو کې د ترکيې پوځ او کوردستان بېل غوښتونکو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی

چارواکي وايي د کوردستان د کارګر ګوند پي کې کې "اورپکو" د ترکيې پوليسو پر موټر بريد کړی، چې دوه پوليس په کې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د راپورونو په وينا دغه پوليسو د ترکيې په جنوب ختيځ کې له هغه وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ چې پر موټر يې د راکټ بريد وشو.

په تېرو څو اوونيو کې د ترکيې پوځ او کوردستان بېل غوښتونکو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی او ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويل کېږي د ترکيې او پي کې کې ځواکونو تر منځ شخړو کې تر اوسه له ۴۰ زرو زيات کسان وژل شوي دي.

وړاندې د ترکيې او پي کې کې ډلې تر منځ اوربند شوی و، چې په تېر جولای مياشت کې د ترکيې له خوا د عراق په شمال کې د دې ډلې پر مرکزونو له بمبارۍ وروسته مات شو.

ترکيه په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې او پي کې کې، دواړو هوايي بريدونه کوي، ترکيه او ځينې نور هېوادونه پي کې کې يوه ترهګره ډله بولي.

ورته مطالب