د تاجکستان برید کې ۲۲ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کورنیو رسنیو له خوا د ۳۳ حکومتي ځواکونو د وژل کېدو راپور بې بنسټه وباله.

د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې پر دوو حکومتي ودانیو د برید په لړ کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي. په تېره جمعه نهه پولیس هم وژل شوي وو.

د تاجکستان چارواکي وایي، په دوو حکومتي ودانیو د برید په لړ کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چار و وزیر وایي، ۳۲ تنه نیول شوي دي. د جمعې په ورځ نهه پولیس وژل شوي وو.

د تاجکستان د دفاع لرې کړل شوی پخوانی مرستیال وزیر عبدالحلیم نظر زاده چې د برید مشري یې کوله، د رپوټونو له مخې له خپلو ملګرو سره د رومیت ګورګې په سیمه کې دی چې د دوشنبې د ختیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

تاجک چارواکي وايي، د تېرې جمعې په ورځ ۱۳ اورپکو پر حکومتي ودانیو بریدونه وکړل، چې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال په ''رامیت'' دره کې ووژل شول.

د تېرې جمعې په ورځ په دوشنبې کې وسله والو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو پر ودانیو بریدونو وکړل.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن ددغو بریدونو پرمهال وویل، د دفاع مرستیال وزیر عبدالحلیم نظرزاده د ''جرم'' په اړه د توضیحاتو نه ورکولو له کبله لیرې کړ او بیا د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې پر حکومتي ودانیو دغه بریدونه ښاغلي نظرزاده سمبال کړي وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن ددغو بریدونو پرمهال وویل، د دفاع مرستیال وزیر عبدالحلیم نظرزاده د ''جرم'' په اړه د توضیحاتو نه ورکولو له کبله یرې کړ او بیا د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې پر حکومتي ودانیو دغه بریدونه ښاغلي نظرزاده سمبال کړي وو.

ددغو بریدونو په لړ کې، سیمه ییزو رسنیو وویل، ښاغلي نظرزاده له خپلو ملاتړو سره په رامیت دره کې، چې له پلازمېنې دوشنبې نه ختیځ لوري ته نژدې پنځوس کیلومتره لیرې پرته ده، پناه وړې ده.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د عملیاتو پرمهال په دغه سیمه د عبدالحلیم نظرزاده ورور د خپل ورور له ډلې جلا شوی و، ځان حکومت ته وسپاره، خو ښاغلی نظرزاده له خپلو نژدې اتو کسانو سره ددغې درې یوې لیرې غرنۍ سیمې ته وتښتېد.

د تاجکستان چارواکو د عملیاتو پرمهال د یولړ وسلو د نیولو اعلان هم وکړ.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کورنیو رسنیو له خوا د ۳۳ حکومتي ځواکونو د وژل کېدو راپور بې بنسټه وباله.

بل خوا، د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند په یوه خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت پر هغو څرګندونو نیوکې وکړې، چې وايي ښاغلی نظرزاده د دغه ګوند غړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا ادعا د هېواد د قوانینو خلاف ده؛ ځکه چې په ګوندونو کې د حکومتي چارواکو غړیتوب منع اعلان شوی.

ښاغلی نظرزاده د تاجکستان د کورنۍ جګړې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ موده کې د اسلامپالو ځواکونو یو قومندان و، چې د حکومت پرضد جنګېده.

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند په هېواد کې د حکومت تر ټولو لوی مخالف ګوند ګڼل کېږي.

د تاجکستان چارواکو په وروستیو میاشتو کې د دغه ګوند د بندولو لپاره یو لړ پراخې هڅې پیل کړې دي.

ورته مطالب