امریکا په سوریه کې د روسیې پر پوځي ګامونو اندېښمنه ده

د انځور حقوق Getty

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره په تیلېفوني خبرو کې د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه وښوده چې په سوریه کې د روسیې د پوځي اقداماتو په اړه خپاره شوي دي.

ښاغلي کېري د شبنې په ورځ (سپتمبر ۶) په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده، چې پکې د خبرو منځپانګې ته په کې اشاره شوې ده: "د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا په ډاګه کړه چې که دا خبر دقیق وي نو دا موضوع کولی شي د سوریې کړکېچ ګړندی کړي د زیاتو بې ګناه کسانو د وژلو لامل به شي او د کډوالو څپې به لا زور واخلي".

د دغې خبرپاڼې پربنسټ، د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو منلې چې د خبرو لپاره به په راتلونکي څو ورځو کې په نیویارک کې سره وویني.

په وروستیو کې ''نیویارک ټایمز'' ورځپاڼې سوریې ته د روسیې د پوځي پلاوي د استولو په اړه رپوټ خپور کړ او واشنګتن وویل، که دا راپور سم وي، دا د اندېښنې وړ خبره ده.

دغې امریکایي ورځپاڼې د سوریې هوايي اډې ته له مخکې جوړ شویو سلګونو کورونو د لېږد او د هوايي ترافیک د کنټرول لپاره د ګرځنده خونو په اړه خبر ورکړی.

د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې تر دې دمه له ۲۴۰ زرو نه ډېر کسان وژل شوي او میلیونه سوري وګړي بې ځایه شوي دي.

لوېدیځ پر ایران او روسیې د بشار الاسد په مشرۍ د حکومت د پوځي ملاتړ تور پورې کوي.

د انځور حقوق epa

پرهمدې مهال، ایران او روسیې هم په دې وروستیو ورځو کې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د طرحو په اړه خبر ور کړی.

ورته مطالب