جرمني: هر کال نیم میلیون پناه غوښتونکي منلی شو

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ګابریل ټینګار وکړ، چې د اروپا نور هېوادونه هم د کډوالو د کړکېچ حل لپاره باید هڅې وکړي

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال زیګمار ګابریل وايي، دغه هېواد کولی شي په راتلونکي کې هر کال ۵۰۰ زره کډوال ومني.

داسې وړاندوینه شوې چې کيدای شي جرمني سږ کال ۸۰۰ زره کډوال ومني چې د ۲۰۱۴ کال پرتله څلور برابره ډېر دي.

ښاغلي ګابریل ټینګار وکړ، چې د اروپا نور هېوادونه هم د کډوالو د کړکېچ حل لپاره باید هڅې وکړي.

د کډوالو کړکېچ د اروپايي ټولنې ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کېدو لامل شوی.

هنګري غواړي پر پوله د کډوالو د ورتګ مخه ونیسی خو د جرمني سیاستوال او ټولنه په ویاړ سره کډوالو ته ښه راغلاست وايي.

د انځور حقوق AFP

اروپايي کمېسیون نن سه شنبه (سپتامبر ۸) غونډه کوي او پر هغې طرحې چې د ۱۶۰ کډوالو په اړه چې ډېری یې د سوریې وګړي دي، خبرې کوي .

که چېرې دغه طرحه تصویب شي نو پر بنسټ به یې د اروپايي ټولنې هغه غړي هېوادونه چې د کډوالو له منلو اوږې سپکوي جریمه کېږي.

ډېر شمېر کډوال چې زیاتره یې د سوریې وګړي دي په دې وروستیو کې اټالیا، یونان او هنګري ته دننه شوي دي.

د یونان دولت او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اژانس د دوشنبې په ورځ لا زیاته انساني قوه او بېړۍ په کار ګومارلي چې د هغو ۲۵ زرو کډوالو مرستې ته ورسېږي چې د یونان په لزبز ټاپووزمه کې ښکېل پاتې دي.

په هنګري کې هم سلګونه کډوالو د صربستان پولې سره نژدې په ډېرو کمو امکاناتو تېره شپه سبا کړې.

ورته مطالب