اروپايي ټولنه "باید نور کډوال هم ومني"

د انځور حقوق AFP

د اروپايي ټولنې مشر جان-کلوډ یونکر داسې پلانونه اعلان کړي چې په وینا یې اروپا کې د کډوالو د کړکېچ حل لپاره "چټکې"، ژمنې او هر اړخیزې لارې وړاندې کوي.

د وړاندیزونو له مخې، د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې باید ۱۲۰ زره نور کډوال هم په مساویانه ډول ووېشل شي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې زرګونو کډوالو چې په عمده ډول سوري وګړي دي، په وروستیو ورځو کې هڅه کړې ځانونه اروپا ته ورسوي.

ښاغلي یونکر د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل، دا (د وېرې وخت نه دی).

جرمني د کډوالو د برابر وېش پلوی دی خو د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه د حتمي وېش وړاندیز سره مخالفت لري.

فرانسې له دې ژمنې سره سم چې په دوو کلونو کې به ۲۴ زره کډوال مني، جرمني ته له ورغلو کډوالو زر تنه په خپل هېواد کې ومنل.

بله خوا، راپورونه وايي د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو حالت په ښه کېدو دی او زرګونه پناه غوښتونکي له نوملیکنې وروسته په بېړیو کې د اتن ښار ته لېږدول شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هغه ماشوم انځور چې به سمندر کې ډوب شوی،‌ زموږ ټولو په سترګو کې اوښکې پیدا کړې او استرالیا هم ددې وضعیت د ختمولو لپاره خپله دنده سرته رسوي

تر دې مخکې د استرالیا حکومت د سوریې له جګړې د تښتېدلو کډوالو د لویو څپو په درشل کې منلې وه چې د استرالیا په ګاونډ ځای پرځای شویو د ۱۲ زرو عراقي او سوري کډوالو ته به دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابوټ ویلي وو، له دغه هېواده به هغه ۱۲ زره سوري او عراقي کډوال ومني، چې د جګړو له کبله یې خپلې سیمې پرېښې دي.

دغه کډوال به د هغو لږکیو قومي او مذهبي اقلیتونو پربنسټ ټاکل کېږي چې په اردن، لبنان او ترکیه کې یې پناوې اخیستې وې.‌

په وروستیو کې استرالیا کې زرګونو خلکو د ‏"تیاره رڼا کړئ" په نامه غونډو په لړ کې له حکومته د سوري کډوالو د منلو غوښتنه کړې وه.‌ دغه غونډې د هغه سوري ماشوم تر مړینې وروسته وشوې،‌ چې د ترکیې په اوبو کې یې

اروپا ته د سفر په لړ کې مړی وموندل شو او په ټولنیزو رسنیو کې زښت ډېر خپور وشو.‌

ښاغلي ابوټ پارلمان ته په وینا کې ویلي:"د هغه ماشوم انځور چې به سمندر کې ډوب شوی،‌ زموږ ټولو په سترګو کې اوښکې پیدا کړې او استرالیا هم ددې وضعیت د ختمولو لپاره خپله دنده سرته رسوي."

پر همدې مهال، د استرالیا حکومت ټینګار کوي چې وروستۍ پرېکړه یې د کډوالو په تګلاره کې د نرمښت او د کښتیو له لارې د راغلو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په لړ کې د بدلون په معنا نه ده.‌

دغه کډوال معمولاً هغه کسان دي چې تر ډېره د انسانانو قاچاق کوونکو ته پیسې ورکوي چې له ختیځې آسیا هېوادونو نه استرالیا ته ځانونه رسوي او ددغه هېواد سمندر ته تر رسېدو وروسته د پناه اخیستو غوښتنه کوي.

په دغو کډوالو کې د ایران،‌ افغانستان او سريلانکا په ګډون د منځني ختيځ ډېر وګړي دي، چې په تېره یوه لسیزه کې یې کډوالۍ ته مخه کړې ده خو اوس دا لړۍ ډېره چټکه شوې ده.‌

د انځور حقوق EPA
Image caption په دغو کډوالو کې د ایران،‌ افغانستان او سريلانکا په ګډون د منځني ختيځ ډېر وګړي دي، چې په تېره یوه لسیزه کې یې کډوالۍ ته مخه کړې ده خو اوس دا لړۍ ډېره چټکه شوې ده

دغه کډوال د کښتیو په مټ د استرالیا اړوند کریسمس ټاپو ته ځي چې له هغه ځایه د استرالیا اصلي خاوره کې دایمي مېشت ځای ومومي.‌

د استرالیا چارواکي وايي، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ،‌ دغه هېواد د کښتیو له لارې د راغلو کډوالو د ډېرو څپو شاهد و،‌ چې ډېری کډوال د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.

اروپايي هېوادونو ته د څو زره سوري کډوالو ورتګ او بیا ددې څپې چټکیا ددې لامل شوه،‌ چې اروپايي ټولنه د کډوالو د کړکېچ د حل لپاره پرېکنده ګامونه واخلي.

پر همدې مهال، جرمني اعلان وکړ چې ۵۰۰ زره کډوال به ومني، فرانسې هم تر دوو کلونو پورې د ۲۳ زره کډوالو، او بریتانیا تر پنځو کلونو پورې د ۲۰ زره کډوالو د منلو هوډ کړی دی.‌

په پام کې ده، چې نن چارشنبې (۹ سپتمبر) اروپايي ټولنه د خپل غړو هېوادونو لپاره د سوري منل کېدونکو کډوالو ونډې اعلان کړي.

ورته مطالب