د نړۍ په کچه د ماشومانو مړینه کې پاموړ کموالی راغلی

د انځور حقوق Getty
Image caption ۲۵ کاله وړاندې، تر پنځو کلونو د کم عمر ۱۲،۷ میلیون ماشومان مړه شوي، خو سږ کال دا شمېره د لومړي ځل لپاره ښپږو میلیونو ته راښکته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان پخپل یوه راپور کې ویلي، له ۱۹۹۰ راهیسې د نړۍ په کچه د ماشومانو د مړینې کچه څه باندې ۵۰٪ راکمه شوې ده.

دغه سازمان وايي، ۲۵ کاله وړاندې، تر پنځو کلونو د کم عمر ۱۲،۷ میلیون ماشومان مړه شوي، خو سږ کال دا شمېره د لومړي ځل لپاره ښپږو میلیونو ته راښکته شوې ده.

خو دغه شمېرې لاهم کمې دي، په دې چې ملګرو ملتونو د روان ۲۰۱۵ کال له پیلېدو سره سم ددغې شمېرې د درېیمې برخې راکمولو هدف ټاکلی شو.

خو ګڼ مرستندویه سازمانونه وايي، لاهم د افریقا په سوېلی صحرا کې کم عاید لرونکي هېوادونه له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د ماشومانو د مړینې د کمښت راپور خپور شوی، د یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې هره ورځ په ګرده نړۍ کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر ۱۶۰۰۰ ماشومان مري.

Image caption په داسې حال کې چې د ماشومانو د مړینې د کمښت راپور خپور شوی، د یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې هره ورځ په ګرده نړۍ کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر ۱۶۰۰۰ ماشومان مري

شمېرې ښيي، نژدې نیمايي ماشومان تر زیږېدا وروسته په لومړیو څلورو اونیو کې مري، خو د نړۍ په لروبر کې د زیږون پر لومړۍ ورځ نژدې یو میلیون ماشومان مري.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مرستیاله مشره فلافیا بسټرو وايي "په دې کې د لانورې بریا لپاره، باید تر زیږون وروسته د مړینې پر موضوع ډېر تمرکز وشي."

ورته مطالب