پاچا سلمان: مسجد الحرام کې د کرېن لوېدو څېړنه به علني وي

پاچا سلمان د انځور حقوق AFP
Image caption پاچا سلمان د شنبې په ورځ ناوخته د پېښې ځای ته ورغی، او بیا یې په روغتون کې د پېښې ټپیان وکتل.

د سعودي عربستان پاچا سلمان وايي، په مسجد الحرام کې د یوه لوی کرېن رالوېدو په اړه څېړنه - چې لږترلږه ۱۰۷ کسان پکې ووژل شول – به په علني ډول کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د تېزو بادونو او باران په لړ کې یو لوی کرېن په مسجد الحرام کې راولوېد، چې لږترلږه ۱۰۷ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۳۰ نور ټپیان شول.

چارواکو د کرېن د لوېدو اصلي لامل تېز بادونه او بارانونه ګڼلي دي.

پاچا سلمان د شنبې په ورځ ناوخته د پېښې ځای ته ورغی، او بیا یې په روغتون کې د پېښې ټپیان وکتل.

د سعودي خبري آژانس د نوموړي له قوله ویلي: ''موږ به ټول هغه اړخونه وڅېړو چې دغه کرېن ولې ولوېد، او پایلې به یې عامو خلکو ته اعلان کړو.''

د پېښې په وژل شویو کې د ایران، ترکیې، افغانستان، مصر او پاکستان وګړي او زیارت کوونکي دي.

د مکې مکرمې سپېڅلی جومات چې په (مسجد الحرام) مشهور دی، په نړۍ کې تر ټولو لوی او سپېڅلی جومات دی، چې کعبه شریفه پکې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption سعودي وايي، تېز بادونه او بارانونه د کرېن د لوېدو لامل شوي

که څه هم چارواکو د پېښې د څېړنې خبر ورکړی، خو په سعودي کې د خوندیتوب په تړاو نیوکې مخ پر ډېرېدو دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کسان د کرېن د لوېدو له کبله وژل شوي او که د خلکو په ټېل ماټېل کې لوېدلي او وژل شوي دي.

د سعودي د ملکي دفاع ادارې مشر سلیمان بن عبدالله العمر ویلي، د کرېن د لوېدو اصلي لامل ډېر بارانونه او تېز بادونه وو.

دی وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې پر مکې د تېزو بادونو لړۍ روانه وه، چې چټکتیا یې په یوه ساعت کې ۸۳ کیلومترو ته رسېده.

د اسلامي میراث د څېړونکې مؤسسې مشر عرفان العلوي بي بي سي ته وویل، له مکې مکرمې شاوخوا ۱۵ لوی کرېنونه د ودانیزو چارو د چټکتیا په موخه درول شوي دي.

د انځور حقوق 1

نوموړی وايي سعودي باید د خونديتوب پر تګلارې له سره غور وکړي، ځکه چې د لوی کرېن د لوېدو پرمهال په مکه مکرمه کې نژدې ۸۰۰ زره کسان موجود وو.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال وزیر داعي الحق عابد وايي، په وژل شویو کې یو افغان دی او ۲۹ نور افغانان پکې ټپیان شوي دي.

ښاغلي عابد وویل، وژل شوی افغان د کابل ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی زیاتوي، ۱۸ ټپي شوي افغانان له درملنې وروسته له روغتون نه رخصت شوي، خو ۱۱ نور لاهم تر درملنې لاندې دي.

سعودي عربستان کې چارواکي اوسمهال د حج مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.

اټکل دی چې روانه اونۍ به د حج مراسمو لپاره د نړۍ له ګوټ ګوته شاوخوا دوه نیم میلیون کسان سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د انځور حقوق 1

د عربي نړۍ لپاره د بي بي سي خبریال سېباسټین اشر وايي، د مسجد الحرام د پراخولو لپاره له ډېرې مودې راهیسې ودانیز کارونه روان وو.

د جمعې په ورځ په مسجد الحرام کې د نورو ورځو پرتله ډېره ګڼه ګوڼه وي، ځکه چې په دې ورځو کې د نړۍ له ډېرو برخو حاجیان هلته رسېدلي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په عربي هېوادونو کې ریګي بادونه او بړبوکۍ روانې دي.

په ځینو وېديويي انځورونو کې لیدل شوي، چې یوه لویه پایه د جومات پر چت راپرېوتې ده، چې لمونځ کوونکي یې کشوي او نور بیا چیغې وهي.

پر ټویټر ځینې انځورونه خپاره شوي، چې د مسجد الحرام د ننه ګڼ مړي، ټپیان او وینې پکې لیدل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېر کال سعودي عربستان د مکي حرم د ۴۰۰ زره مربع مترو پراخوالي چارې پیل کړې

د ژغورنې ډلې بوختې دي.

تېر کال سعودي عربستان د مسجد الحرام د پراخولو چارې پیل کړې، چې غواړي ۴۰۰ زره مربع متره یې نور هم اوږد کړي، چې هدف یې په یوه وخت د دوه میلیون لمونځ کوونکو لپاره ځای چمتو کول دي.

په ۲۰۱۲ کال د حاجیانو شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی و، همدا وو چې سعودي په ۲۰۱۳ کال سعودي عربستان د حاجیانو شمېر محدود کړ؛ ځکه چې په لوی شمېر حاجیان تر ډېره تلفات هم لري.

په ۲۰۰۶ کال هم د حاجیانو د ډېرې ګڼې ګوڼې او د ځای د تنګوالي له کبله ۳۵۰ حاجیان مړه شول.

د انځور حقوق 1