''هنګري له کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي''

د انځور حقوق AP

د بشري حقونو د څار سازمان یوه چارواکي ویلي، په هنګري کې د کډوالو پندغالی وېروونکي حالت کې دی، او چارواکي له دوی سره د څارویو په څېر چلند کوي.

ددغه سازمان د بېړنیو چارو مشر پیټء بوکایرټ ویلي، دا چې د هنګري چارواکي رسنۍ د کډوالو پنډغالو ته نه پرېږدي، څوک یې په وضعیت نه خبرېږي.

سرچینه وايي، هلته کډوال خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

په تېره سې شنبې سلګونو کډوالو له صربستان سره پر پوله د هنګري پولیسو له خوا اغزن تارونه غوڅ کړل، خو پولیسو پرې مورچکي غاز وکارواوه.

۱۶۰ زره کډوال

د مرکزي اروپا هېوادونو د اروپايي ټولنې پر هغه وړانديز چې غړي هېوادونه دې ۱۶۰ زره کډوال په برابر ډول په جبري توګه ومي له احتیاطه ډک غبرګونونه او شک ښوولی دی.

د چک جمهوریت او سلواک په دې اړه مخالفت ښوولی.

پولنډ وایي، د نورو زیاتي کډوالو په منلو غور کوي، خو باید د بهیر په کنټرول کې واک ولري.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty

وړاندې د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر له غړو هېوادونو د بشري، باعزته او با انصافه غبرګون غوښتنه وکړه.

په واشنګټن کې د ولسمشر اوباما ویاند وویل، دی باوري دی چې امریکا اخلاقي مسؤولیت لري چې د کړکئچ سره مرسته وکړي.

بل لورته د ډنمارک لومړي وزیر لارس لوکي راسموسن ویلي، د هغو کډوالو پرضد به له زوره کار وانه خیستل شي، چې سویډن ته د پناه غوښتنې لپاره د ده له هېواده د تېرېدو هڅه کوي.

د ډنمارک د اورګاډو ملي شرکت جرمني ته د تګ او راتګ ټول اورګاډي تر هغه وروسته درولي چې د پولیسو او کډوالو ترمنځ لانجه رامنځ ته شوه.

د انځور حقوق Getty

د کډوالو یوې ډلې ته اجازه ورنه کړل شوه، چې له اورګاډي راووځي ځکه دوی نېغ په نېغه سویډن ته تلل چې هلته د ډنمارک په پر تله د پناه وړونکو شرایط ښه او سخي دي.

پولیسو هغه سلګونه کسان هم درولي چې د ډنمارک په یوه لویه لار یې سويډن ته د تګ هڅه کوله.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Getty

ورته مطالب