سوریه کې د روسیې د پوځي رول په اړه د ناټو خبرداری

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له دمشق سره د مسکو پوځي - مسلکي همکاري څه نوې خبره نه ده د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له دمشق سره د مسکو پوځي - مسلکي همکاري څه نوې خبره نه ده

د ناټو سرمنشي وایي، په سوریه کې د روسيې د پوځي شتون دزیاتوالي رپوټونو اندېښمن کړی دی.

ینس ستولتېن برګ وویل، دا به په سوریه کې د شخړې له حل سره مرسته ونه کړي.

په وروستیو کې داسې رپوټونه او نښې وې چې ګواکې روسیه په سوریه کې خپلې پوځي پراختیا ته دوام ورکوي.

ځینو امریکایي چارواکو چې نومونه یې پټ پاتې دي، خبریالانو ته ویلي چې په تېره یوه ورځ کې مسکو سوریې ته دوې ټانک وړونکې بېړۍ او الوتکې لېږلې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وايي په سوریه کې د روسيې پوځي کار پوهان شته، خو دا نوې خبره نه ده. ایران او روسیه د ولسمشر بشار الاسد کلک ملاتړي دي.

خبریالان وايي، که چېرې له بشار الاسد سره د مسکو ملاتړ نه وای، وختي به یې حکومت نسکور شوی وای.

په ښکاره

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، مسکو له ډېر وخت راهیسې په ښکاره سوریې ته وسلې او پوځي کارپوهان استوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې په څه باندې څلور کلنه جګړه کې لږترلږه ۲۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي

ماریا زاخارووا وویل: "روسیې هېڅکله هم له سوریې سره خپله پوځي- مسلکي همکاري نه ده پټه کړې."

په لبنان کې ځینو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، روسي پوځيانو وړاندې د روسیې جګړې ته وردانګلي دي.

پر همدې مهال، په تهران کې د روسیې سفارت یوه ویاند روسي رسنیو ته ویلي چې هېواد یې سوریې ته د الوتکو د هوايي جواز لپاره د ایران له هوايي حریم ګټه اخلي. ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وړاندې، بلغاریا، د خپل هوايي حریم له لارې د روسي پوځي الوتکو د الوتنو اجازه ورنه کړه.

د تېرې چارشنې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خپل روسي سیال سیرګي لاوروف ته خبرداری ورکړ، که چېرې په روسیه کې د روسیې پوځي حضور ثابت شي، د "لا ډېرې ترینګلتیا لامل ګرځېدلی شي."

د انځور حقوق AP
Image caption ینس ستولتېن برګ وویل، دا به په سوریه کې د شخړې له حل سره مرسته ونه کړي.

د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو هم په سوریه کې د روسیې د پراخې پوځي مداخلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ۲۰۱۱ په لومړیو کې سوریه کې د "عرب پسرلي" په نامه د لاریونونو په پیلېدو سره، د پراخو لاریونونو شاهده وه، خو وروسته د اسد رژیم خونړي اعمال ترسره کړل، همدا وو چې د دغه کال په پای کې لاریونونه پر وسله والې مبارزې واوښتل.

د ښاغلي اسد حکومت له هماغه وخت راهیسې په جګړې بوخت دی. په دې جګړه کې تر اوسه لږترلږه ۲۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب