جاپان کې ۶۰ زره ۱۰۰ کلن بوډاګان اوسېږي

د انځور حقوق
Image caption په څه باندې سل کلنو بوډاګانو کې ۸۷ سلنه یې ښځې دي.

د جاپان حکومت ویلي، په دغه هېواد کې شاوخوا شپیته زره هغه بوډاګان اوسېږي، چې عمرونه یې تر سلو کلونو اوښتي دي.

دا په جاپان کې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې په پرله پسې توګه د ډېر عمر لرونکو کسانو لویه شمېره ده.

د جاپان د روغتیا وزارت په یوه راپور کې ویلي، اوسمهال په جاپان کې تر سلو کلونو د ډېر عمر لرونکو کسانو شمېر ۶۱۵۶۸ ته رسېدلی.

د سپتمبر پنځلسمه، جاپان کې ''بوډاګانو ته د درناوي'' ورځ ګڼل کېږي، چې تېر کال دا شمېر شاوخوا ۴،۷ سلنه کم و.

راپور وايي، کله چې جاپان په ۱۹۶۳ کال د هغو کسانو د شمېر معلومول پیل کړل، چې عمرونه یې تر سلو کلونو اوښتي وو، دوی یوازې ۱۵۳ کسان ثبت کړل، خو دا شمېر په ۱۹۸۳ کال کې زرو کسانو ته ورسېد، بیا په ۱۹۹۸ کال لس زره کسان شو، او په ۲۰۰۸ کې دېرشو زرو ته پورته شو.

په څه باندې سل کلنو بوډاګانو کې ۸۷ سلنه یې ښځې دي.

دا مهال د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې مېرمن هم په جاپان کې ده، ویل کېږي سږ کال ۱۱۵ کلنه شوه، او په توکیو کې اوسېږي، خو په سړیو کې د ډېر عمر لرونکی هم یاسوتارو کویدي نومی د جاپان دی، نوموړی ۱۱۲ کاله عمر لري او د جاپان ناجویا کې اوسېږي.