امریکا لس زره سوري کډوالو منلو ته چمتووالی نیسي

سږ کال ۳۴۰ زره سوري کډوال اروپا ته ورسېدل د انځور حقوق AFP
Image caption سږ کال ۳۴۰ زره سوري کډوال اروپا ته ورسېدل

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما خپل هېواد ته لږترلږه د لسو زرو سوریايي کډوالو د ورتګ لپاره د چمتووالي امر کړی.

دا شمېر اروپا ته د سږ کال ۳۴۰ زره رسېدلو کډوالو پرتله چندان پاموړ نه ښکاري.

د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ایرنېست وویل، امریکا دې ته تیاری نیسي چې په راتلونکي مالي کال کې چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي لس زره کډوال ومني.

د ولسمشر اوباما پر ادارې نیوکې دي چې نورو سوریايي کډوالو ته اجازه نه ورکوي هېواد ته یې ورشي. سپينه ماڼۍ وايي امریکا تر څلورو میلیاردو ډالرو پورې بشري مرسته کړې ده.

وړاندې د سوریې د کړکېچ له پیله له دغه هېواده پنځلس سوه سوري کډوال امریکا ته رسېدلي وو.

د امریکا حکومت وايي، د سوري کډوالو د منلو او مېشتولو لپاره یې څلور میلیارد ډالر په پام کې نیولي دي.

جاش ایرنېسټ وویل: ''د کډوالو د شمېر ډېرېدل ددې څرګندونه کوي، چې امریکا د کړکېچ ځپل شویو کډوالو همکارۍ ته لاس اوږدوي.''

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ تر اوسه د څلور میلیون سوري کډوالو نومونه ثبت کړي، او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه، ۱۳۰ زره کډوالو ته مېشتځایونه چمتو کړي.

په تېره مې میاشت کې، یوه امریکايي سناتور د امریکا له ولسمشر نه په یوه پروګرام کې وغوښتل، چې ۶۵ زره سروي کډوالو ته په امریکا کې د مېشتېدو اجازه ورکړي.

د انځور حقوق NC

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د امریکا د دیموکرات ګوند نوماندې هیلري کلنټن د ملګرو ملتونو د یوې بېړۍ غونډې جوړېدو غوښتنه کړې، چې د کډوالو پر کړکېچ بحث او خبرې وکړي.

د کډوالو د ارزونې چارې به تر ۱۲ او ۱۸ میاشتو پورې دوام وکړي.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق bb

ورته مطالب