جيريمي کوربن د بريتانيا کارګر ګوند مشر وټاکل شو

د انځور حقوق PA

د بريتايا کارګر ګوند، پخوانی سياستمدار جيريمي کوربن خپل نوی مشر وټاکه. ده په دې ټاکنو کې ۵۹ سلنه رايې خپلې او د دې ګوند مشري يې وګټله.

په دې ټاکنو کې له ۴۰۰۰۰۰ زياتو رايه ورکوونکو برخه اخيستې وه.

ده ته نژدې دوهم کس چې ۱۹ سلنه رايې يې خپلې کړې وې بورنهم، درېيم اغلې کوپر وه چې ۱۷ سلنه رايې يې ګټلې وې.

له بي بي سي سره په خبرو کې جيريمي کوربن وويل "په دې لوی شمېر د رايو ګټلو حيران کړی خو دغه کمپاين وښودله چې سياست کې تغير راتلی شي او موږ بدل کړ"

ده د بريتانيا د کارګر ګوند د مشرپه توګه خپله لومړۍ وينا کې وويل چې له دې غونډې وروسته به د پناه غوښتونکو په پلوی لاريون چې په لندن کې ترسره کېږي برخه اخلي.

ښاغلي کوربن وويل هغه خلک چې له جنګ ځپلو سيمو تښتي "زما او ستاسو په څېر انسانان دي" ده وويل بايد د پناه غوښتونکو سره د انسانانو په ډول چلند وکړو.

ده په نړۍ کې پر جنګ غوښتلو او اقتصادي نا انډولۍ نيوکه وکړه او ويې ويل د کارګر ګوند پيغام بايد داسې وي چې "موږ يوه نړۍ يوو"

ښاغلي کوربن زياته کړه، "د کارګر ګوند د مشرۍ له ټاکنو ښکاري چې د يوې غوره ټولنې د جوړولو لپاره زموږ ګوند او تحريک متحد او پرعزم دی."

کوربن نژدي۳۲ کاله د بريتانوي پارلمان د غړي په توګه پاتې شوی، پخوانی وزير او د ګورډن برون متحد ټام وټسن يې د مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

بل خوا د کارګر ګوند ځينو مشرانو غړو ويلي وو چې د جيريمي تر مشرۍ لاندې کابينه کې به کار و نه کړي، د روغتيا وزير او جيمي ريډ له خپلو دندو د استعفا اعلان کړی دی.

د تېرې مۍ مياشتې ټاکنو کې د کاګر ګوند له ماتې وروسته د ګوند مشر ډېوېډ مېلېبنډ استعفا ورکړې وه او د ګوند د مشرتابه څوکۍ خالي وه.