د غوا حلالولو پر بندیز د کشمیري مسلمانانو نیوکه

د انځور حقوق Reuters
Image caption کله چې تېر کال د نریندرا مودي په مرشۍ بهاراتیا جاناتا ګوند واک ته ورسېد، د هند په ځینو ایالتونو کې د غوا د حلالولو قوانین سخت شول.

په هندي کشمیر کې بېلتون پالو مسلمانانو د هند د سترې محکمې هغه پرېکړه غندلې ده، چې وايي په کشمیر کې دې غواګانې نه حلالېږي.

محکمې پولیسو ته امر کړی، چې په هندي کشمیر کې دغه نوی قانون پلی کړي.

په کشمیر کې ډېری وګړي مسلمانان دي.

په جمو او کشمیر کې ولسي دیموکرات واکمن ګوند ویلي، محکمې باید په خوړو کې وګړو ته آزادي ورکړې وای چې څه وخوري او څه ونه خوري، او قانون پرې اجباري نه شي.

محکمې په کشمیر کې د ځینو کسانو هغه عریضې ومنلې، چې په سیمه کې یې د غواوو پر غوښو بندیز غوښتی و.

ګڼ هندوان غوا سپېڅلې بولي.

کله چې تېر کال د نریندرا مودي په مرشۍ بهاراتیا جاناتا ګوند واک ته ورسېد، د هند په ځینو ایالتونو کې د غوا د حلالولو قوانین سخت شول.

په کشمیر کې لږکي او فعالان وايي، په دې سیمه کې د غوا پر غوښې بندیز د شخصي آزادیو د اخیستو په معنا دي.

ورته مطالب