له کوچنیو لوبګاډو سره لانجه مار سفرونه

کیم لیونبرګر د جمعې په ورځ د خپلو هغو انځورونو ننداره جوړوي، په لړ کې یې د ځینو تر ټولو قیمتي ګاډو انځورونه پکې اخیستي دي. هغې د داسې کوچنیو لوبګاډو انځورونه اخیستي، چې په لانجه مارو سفرونو کې کار ترې اخیستل کېږي.

هغې د خپلو انځورونو دې لړۍ ته د 'الوتونکو موټرو' نوم ورکړی، چې څه باندې څلور کاله وړاندې یې هغه مهال پیل کړی، چې د خپلې زوکړې د ورځې لپاره یې یوه کامره ترلاسه کړه.

لیونبرګر د ځینو لوبتوکو انځورونه اخیستی، چې پاس د آبي موټر انځور هم پکې لیدل کېږي.

دا وايي: ''کله مې چې پر انسټاګرام دغه انځور خپور کړ، غبرګونونه ډېر مثبت وو، همدا وو چې هر ځای ته به مې سفر کاوه، آبي موټر به مې راسره وړه. بیا مې د وخت په تېرېدو نور موټر واخیستل.''

دا وايي، کاتالونیا ته یې په سفرونو کې سوربخن مچۍ ډوله، توسکاني او ژیړ خزنده ګاډي وراضافه کړل:

Image caption د سویټزلنډ سولوترن کې سوربخن مچۍ ډوله ګاډی

''له هغه وخت راهیسې مې مور او پلار او ما د نورو موټرو اخیستو ته مخه کړې ده، چې د سفر په اوږدو کې راسره وي. فکر کوم زه اوس تر ۵۰ ډېر ډوله موټر لرم، چې په څه باندې ۱۵ بېلابېلو هېوادونو کې دي.''

Image caption د پرتګال البوفېرا کې د پولیسو سپین مسي ګاډی

''ما دا کار د ساتېرۍ لپاره کړی، ځکه چې زه له سفر کولو او بلې نړۍ ته له داخلېدو سره مینه لرم، پخپلې کامرې د ښو انځورونو اخیستلو لېواله یم. فکر کوم، هغه ګاډي چې ما غوره کړي، د ښکلي ماضي څرګندونه کوي.''

''زه په دې باور نه یم، چې دا ریښتوني ګاډي دي، بلکې هڅه مې دا ده چې د خلکو پر شونډو موسکا راولم، او دوی لانجه مارو سفرونو ته وهڅوم.''

Image caption ژیړ خزنده ګاډی د آیرلنډ په مالاهایډ کې

د لیونبرګر کړنې د ځینو شرکتونو له خوا هم ستایل شوې، چې په لړ کې یې دا سکاټلنډ ته د انسټاګرام له ځینو کاروونکو سره کړی.

لاندې د هغې د انځورونو د پروژې یوه کوچنۍ ټولګه شته:

Image caption هیچین کې لیونډر بار وړونکی ګاډی
Image caption سویټزرلنډ کې
Image caption تالسکر سمندرغاړه
Image caption فیاټ ۵۰۰ په لندن کې