اوباما: د چین انټرنیټي بریدونه د زغملو نه دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما اوس وايي، چې امریکا باید د دا ډول ګړندي بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چین انټرنیټي بریدونه د زغملو نه دي.

ښاغلي اوباما خپله دا اندېښنه د چین ولسمشر شي جین پینګ سره په لیدنه کې څرګنده کړه.

د چین په اړه داسې ادعاوې دي چې د امریکا په بېلابېلو ادارو انټرنیټي بریدونه کوي، له دغو بریدونو په یوه کې د امریکا میلیونونه دولتي پاڼې تر بریدو لاندې راغلې.

اوباما اوس وايي، امریکا باید د دا ډول ګړندي بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

همدارنګه سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ښاغلی اوباما به نور په هتل والدورف استوریا چې یوه چیني شرکت پیرلی ونه اوسېږي.

والدورف استوریا هوټل د امریکا د متحده ایالاتو په کاناډا ښار کې یو له شاندارو هوټلونو دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنېست په دې اړه چې ایا د دغه کار دلیل د چینایانو له خوا د جاسوسۍ وېره خو به نه وي، څه ونه ویل.

خو ویلي دي، کله چې ښاغلی اوباما په سپینه ماڼۍ کې نه وي نو امنیت، لګښت او ده ته لاسرسی د ده د اوسېدو پر ځای اغیزه کوي.

د امریکا محکمې تېر کال ۵ چینايي پوځيآن د اقتصادي جاسوسي په تور محکوم کړل، خو چین بیا وايي، خپله د امریکا د انټرنیټي بریدونو قرباني دی.

ورته مطالب