ریک پېري د امریکا له ټاکنو په څنګ شو

د انځور حقوق AP

د تګزاس والي ریک پېري چې د جمهوري غوښتونکو له نوماندانو څخه دی د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو لاس په سر شو.

ښاغلي پېري په دا وروستیو کې د خپل ټاکنیزو سیالیو برخې کارکوونکو ته د ایوا په ګډون په ځینو ایالتونو کې پیسې نه وې ورکړې.

نظر پوښتنې ښيي، چې د نوموړي ټاکنیزې منډې تړلې بریالۍ نه وې ده. تېره میاشت ونه شوی کولی چې د جمهوري غوښتونکو په مناظره کې بریالی شي.

ریک پېري په ۲۰۱۲ کال کې هم ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی و، خو له یو لړ رسواییو وروسته ځان څنګ ته کړ.

له ریک پېري نه پرته د جمهوري غوښتونکو له ۲۰ نه ډېرو سیاستوال د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو سیالیو ته ځانونه نوماند کړي دي.

د انځور حقوق Getty

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې چې د ۲۰۱۶ کال په مني کې تر سره کېږي په متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو ۵۸ دوره ده.

ورته مطالب