م. م: سږکال یو میلیون نور کسان سوریه کې بې ځایه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله میلیونونه وګړي بې ځایه شوي او لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په روان کال کې به سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله لږترلږه یو میلیون نور وګړي بې ځایه شي.

په سوریه کې د بشري مرستو د چارو همغږي کوونکي یعقوب الحلو د نړۍ له ګڼو هېوادونو غوښتي چې تر خپله وسه پورې د سوري بې ځایه شویو لاسنیوی وکړي.

دی وايي، که چېرې د جګړې د درولو لپاره کار ونه شي، په راتلونکو میاشتو کې به ډېری کورنۍ بې ځایه شي.

نوموړی زیاتوي، روان وضعیت به ددې لامل شي چې په اروپا کې د کډوالو وضعیت به له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو حالت ته ورته وي.

د سوریې شاوخو څلور کلونه تېرېږي، له ۲۲ میلیون څخه نژدې نیمايي وګړي یې بې ځایه شوي، او تر څلورو میلیونو ډېرو سوري وګړو نورو هېوادونو ته کډې کړې دي.

ملګرو ملتونو په معاصر وخت کې د سوري کډوالو وضعیت تر ټولو ناوړه انساني کړکېچ بللی دی.

اوسمهال ترکیې او لبنان تر نورو هېوادونو ډېر سوري بې ځایه شویو ته پناه ورکړې، خو په ملګرو ملتونو کې د سوري کډوالو د مرستو همغږي کوونکي وايي، لاهم بې ځایه شوي په کړکېچن وضعیت کې دي.

ښاغلي الحلو وویل، د خوړو نړیوال سازمان هېڅ داسې بودیجه نه ده پاتې، چې راتلونکې میاشت پنځو میلیون بې ځایه شويو سوریايي وګړو ته خواړه ورسوي.

دی وايي، په روان کال کې د بې ځایه شویو سوري وګړو د لاسنوي لپاره لږترلږه ۷۳۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د نوموړي په وینا، په حلب او درعا کې وضعیت په ځانګړې توګه اندېښمنوونکی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption په اروپا کې ډېری کډوال او پناه غوښتونکي د سوریې دي.

په تېرو څو اونیو کې اورپا ته پر لاره د کډوالو د وژل کېدو په درشل کې، د کډوالو په باب د نړیوالو او اروپايي هېوادونو اندونه بدل شوي، همدا وو چې اروپايي ټولنې د لا نورو کډوالو د منلو لپاره پر خپلو غړو هېوادونو فشار راوړ.

په اروپا کې ډېری کډوال او پناه غوښتونکي د سوریې دي.

تر نورو اروپايي هېوادونو جرمني تر ډېره سوري کډوالو ته خپله غېږ پرانیستې ده. اټکل دی چې جرمني به د روان کال تر پایه تر ۸۰۰ زرو پورې کډوال ومني.

د انځور حقوق AFP GETTY

سویډن هم د کډوالو منلو ته چمتووالی نیسي. خو په مقابل کې یې د ختیځې اروپا کوچني هېوادونه ډېرو کډوالو منلو ته زړه نه ښه کوي.

د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله میلیونونه وګړي بې ځایه شوي او لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب