د مسجد الاقصی په شاوخوا کې نښتې رامنځ ته شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي یعلون د دوو اسلامي ډلو د فعالیت ممنوع اعلان کړی و دغو ډلو په دغه سیمه کې د یهودیانو له زیارت کولو سره مخالفت کاوه

رپوټه وايي، په هغه چاپیریال کې چې الاقصی جومات پکې دی، نښته شوې.

دغه رپوټونه ښيي، چې د تاوتریخوالي ضد وسایلو مجهز اسرائيلي امنیتي ځواکونه د نښتو سیمې ته استول شوي.

دغه نښتې د یهوديانو د نوي کال د مراسمو له پیل نه څو ساعته مخکې پیل شوې.

د اسراييلو د دفاع وزارت وزیر موشه یعلون د تېرې اونۍ له څرګندونو وروسته تاوتریخوالی زیات شو.

ښاغلي یعلون د دوو اسلامي ډلو د فعالیت ممنوع اعلان کړی و دغو ډلو په دغه سیمه کې د یهودیانو له زیارت کولو سره مخالفت کاوه.

الاقصی جومات د مسلمانانو له مقدسو ځایونو څخه دی چې د بیت المقدس په لویدیځه برخه کې موقعیت لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هغه چاپیریال کې چې الاقصی جومات پکې دی، نښته شوې

د فرانسې خبري اژانس په حواله چې د عیني شاهدانو له خولي لیکلي، پولیس دغه جومات ته دننه شوي وو.

خو پولیس چارواکي وايي، د خلکو لخوا د تیږو او نورو شیانو د ګوزارونو د مخنیوي لپاره دوی د جومات دروازې تړلې دي.

ورته مطالب