'له هنده قطر ته په جعلي پاسپورټونو درې افغانان بېرته راګرځول شوي'

هندي ورځپاڼه، The Times of India خبر ورکوي چې درې افغانان چې له هند څخه یې په جعلي پاسپورټونو سفر کړی و، د قطر د دوحې ښار له هوايي ډګره د هند احمد آباد ښار ته ستانه کړل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي دوو سړو چې سره وروڼه دي او یوې ښځې چې وروسته جوته شوه په دغو سړو کې د یوه سړي مېرمن ده، په جعلي اسرائيلي پاسپورټونو غوښتل سفر وکړي.

ویل کېږي چې جعلي پاسپورټونه دوی ته په هند کې چا جوړ کړي.

د The Times of India ورځپاڼه لیکي چې دغه افغانان د پولیسو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي. د پولیسو په وینا دواړه وروڼو په کابل کې لوړې زده کړې هم کړي او د دوی په وینا د ښه ژوند کولو لپاره اروپا ته تلل.

وړاندې تر دې چې دوی اروپا ته ورسېږي ټاکل شوې وه د دوی الوتکه لومړی قطر او بیا برازیل ته ولاړه شي.

دوی د هند پولیسو ته ویلي چې په کابل کې یې د حاجي په نوم له کوم قاچاق وړونکي سره خبرې کړې وې چې هغه د دوی افغاني پاسپورټونه ډيلي ته استولي وو.

په ډيلي کې دوی ته اسرائیلي پاسپورټونه په اسرائیلي نومونو جوړ شول چې سفر پرې وکړي.

د هند یوې محکمې پولیسو ته حکم کړی چې دوی تر پنځو ورځو ساتلي.