مصري پوځ په 'تېروتنې' ۱۲ سیلانیان او مصریان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې لږترلږه د دغه هېواد ۲ وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي دي

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېروتنې سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د مکسیکو سیلانانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي دي.

د مصري پوځ دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغه شوي، چې ویل شوي په لویدېځې صحرا کې د لیبیا له پولې سره نژدې هغه ډله اورپکي چې ځانونه د 'اسلامي دولت' ډلې پورې تړلي بولي، فعالیت لري.

مصر وايي، امنيتي ځواکونو یې د بهرنيو سيلانيانو په گډون دوولس کسان په دې گومان چې گواکې ترهګر وو، وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو له هغې وروسته د هېواد په لويديځې صحرا کې عمليات پيل کړل، چې يوې ممنوع اعلان شوې سيمې ته سيلانيان د موټرو کاروان کې ننوتل.

وژل شوي سيلانيان د مکسيکو وگړي دي.

چارواکي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنه روانه ده.

د مکسیکو ولسمشر انریکه پینانیتو دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې ''د مصر له دولته غواړو چې په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي.''

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې لږترلږه د دغه هېواد ۲ وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي، د لویدیځې صحرا پراخه سیمه د سیلانانو ترمنځ ډېر مینه وال لري، خو د اورپکو لپاره یوه مهم پټنځای هم ګڼل کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنه روانه ده

زموږ خبریاله وايي، چې دغه سیمه د لیبیا له اوږدې پولې سره موقعیت لري او د سرحد له هغې خوا د وسلو د تر لاسه کولو لاره ده.

د یکشنبې په ورځ ''اسلامي دولت'' ډلې ادعا وکړه چې په دغه صحرا کې د یو لړ پوځي عملیاتو پر وړاندې یې مقاومت کړی.

همدارنګه، یوې بلې ډلې چې ځان د ''اسلامي دولت'' ډلې پورې تړلې بولي د یکشنبې په ورځ د فرافره په ښار کې خپل شتوالی اعلان کړ.

په مصر کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې د پوځ لخوا د محمد مرسي حکومت وپرځېد.

د مصر حکومت وايي، په دغو بریدونو او تاوتریخوالو کې سلګونه سرتیري وژل شوي چې ډېر په سیناء په ولایت کې د ''اسلامي دولت'' پورې تړلې ډلې لخوا وژل شوي دي.

ورته مطالب