راتلونکي دوه کلونه به ټوله نړۍ ډېره ګرمه وي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوهان مني، چې د روان ۲۰۱۵ کال په بهیر کې د ځمکې د تودوخې درجه به لوړې کچې ته ورسېږي

د بریتانیا د هوا پېژاندنې ادارې د یوې څېړنې په ترڅ کې موندلې چې د هوا د تودوخې له ثبت راهیسې تر دې دمه راتلونکي دوه کاله کېدای شي په ګرده نړۍ کې تر ټولو ګرم وي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې پر طبیعت د ګلخانه يي غازاتو اغېز له کبله ممکن د ځمکې د هوا او اوبو سیستم له لویو بدلونونو سره مخامخ شي.

دا څېړنه ښيي چې ارام سمندر کې د نوې پدیدې د رامنځ ته کېدو له کبله به د ځمکې تودوخه لا زیاته شي.

له همدې سره د بریتانیا د هواپېژندانې سازمان وايي، په داسې حال کې چې نړۍ د ګرمېدو پر لوري روانه ده، خو ممکن په اروپايي کې مني ډېر ساړه وي.

د انځور حقوق
Image caption دا ناڅاپي پدیده نه ده، موږ د ګلخانه يي غازاتو له کبله پر ځمکه او اقیانوسونو کې د انرژي د ایسارېدو شاهدانو یو

پوهان مني، چې د روان ۲۰۱۵ کال په بهیر کې د ځمکې د تودوخې درجه به لوړې کچې ته ورسېږي.

د بریتانیا د هواپېژاندنې سازمان کې د اقلیمي بدلونونو د ادارې مشر پروفیسور استیون بلچر وايي:"په دې پوهېږو چې طبیعي پدیدې هر کال د ځمکې پر تودوخې اغېز کوي، خو د سږ کال د هوا د تودوخې لوړه درجه چې تر دې دمه تجربه شوې د ګلخانه يي (د بشري فعالیتونو له کبله) غازاتو د اغېز دوام څرګندونه کوي."

دی وايي، داسې اټکل دی، چې راتلونکی کال هم د سږني کال په څېر ګرم وي، خو دا ترې جوتېږي، چې د ځمکې هوا به لکه د تېر په څېر د بدلون په حالت کې وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هوا د تودوخې له ثبت راهیسې تر دې دمه راتلونکي دوه کاله کېدای شي په ګرده نړۍ کې تر ټولو ګرم وي

د ریدینګ پوهنتون پروفیسور روان ساتن هم تاييدوي چې ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ د ځمکې د تودوخې له کبله د نړۍ ګرم کالونه دي.

نوموړي وویل دا ناڅاپي پدیده نه ده:"موږ د ګلخانه يي غازاتو له کبله پر ځمکه او اقیانوسونو کې د انرژي د ایسارېدو شاهدانو یو."

ورته مطالب