د هند پلازمېنې ډيلي کې تر ۱۵۰۰ پورې کسان په ډینګي تبه اخته دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ډیلي حکومت په روغتونونو کې چمتوالی بشپړ کړی دی، خلک دې نه ډاریږي، د درملو شیندلو، د اوبو زیرمو کې د درملو ګډولو او کور په کور د معلوماتو کولو لپاره امر شوی دی ستیندرجین

د هندوستان ډیلي عامې روغتیا وزیر ستیندرجین وايي ځايي روغتونونه له ډینګي تبې سره د مبارزې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.

نوموړي له بي بي سی سره خبرو کې ویلي، چې د تېر کال پرتله سږ کال د دغې ناروغۍ اغېز ډېر دی، خو په وینا یې دوی بشپړ چمتووالی لري او هر ناروغ یې په روغتون کې بستري کېږي.

بل لور ته په ځايي رسنیو کې د یوه ځايي ماشوم د مړینې رپوټونه خپاره شوي، چې وايي په ډینګي تبه اخته و او په مناسب وخت درملنې ته د نه لاسرسي له کبله ومړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ستیندر جین په خبره تر اوسه ډیلي کې د ډینګي تبې ثتب شویو ناروغانو شمېر له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کسانو پورې رسیدلی دی

رپوټونو کې ویل شوي، چې د ماشوم له مړینې څو ساعته وروسته یې مور او پلار دواړو ځانونه ووژل.

د دغو رپوټوڼو له خپريدو وروسته په روغتونونو کې د یادې ناروغۍ درملنې ته د چمتووالي په باب پوښتنې راپورته شوې.

د یوه بل ماشوم مور، بلار هم پر روغتون د دوی د ماشوم درملنې کې د ناغیړي کولو تور پورې کړی.

د هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې تر اوسه د دغې ناورغۍ له کبله لس کسان مړه شوي دي.

د هند عامې روغیتیا فدرالي وزیر جې پي نډډا په دې اړه د معلوماتو کولو امر کړی او په دې اړه له ډیلي حکومت نه هم د رپوټ ورکولو غوښتنه شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هند عامې روغتیا وزیر ستیندرجین وايي ځايي روغتونونه د ډینګي تبې سره مبارزې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي

د ستیندر په خبره تر اوسه ډیلي کې د ډینګي تبې ثبت شویو ناروغانو شمېر له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کسانو پورې رسیدلی دی. د هغه په خبره:

'ډیلي حکومت په روغتونونو کې چمتوالی بشپړ کړی دی، خلک دې نه ډاریږي، د درملو شیندلو، د اوبو زیرمو کې د درملو ګډولو او کور په کور د معلوماتو کولو لپاره امر شوی دی.'

بل لور ته مرکزي حکومت ډیلي حکومت ته د هغو روغتونونو جریمه کولو امر کړی، چې وايي له ناروغانو ډېرې پېسې اخلي.

امر کې دا هم ویل شوي، چې دولتي روغتونونو کې باید د درملنې امکانات ډېر شي او د ټولو ناروغانو د بستري کولولړۍ باید چټکه شې.

مرکزي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د بسترونو شمېر زیاتیږي او دې سره د ډیلي روغتیا وزیر ستیندرجین خلکو ته مشوره ورکړې، چې:

  • پام کوئ هسې نه کورونو کې مو اوبه ډنډ نه شي.
  • داسې کالي اغوندئ، چې بشپړ لستوڼي ولري.
  • د میاشتو ( غوماشو ) مخنیوي لپاره جالۍ وکاروئ.
  • که سر مو درد کوي یا مو خوا ګرځي، پخپله د ځان درملنه مه کوئ، بلکې ډاکټر ته ورشئ، ځکه کېدای شي دا خطرناکه چاره وي.
  • مه پریږدئ په بدن کې مو د اوبو کچه ټیټه شي.