کډوالو بحران: هنګري نوي سخت قوانین وضع کړي دي

د انځور حقوق AP
Image caption هنګري له سربیا سره په پول کې اغزن تار غځولی او د اورګاډي پټلۍ یې تړلې ده.

هنګري داسې نوي قوانین وضع کړي، چې په وینا یې د غیر قانوني کډوالو مخنیوي لړ کې به ' نوی دور پیل کړي '. د دغو قوانینو له مخې به اوس پولیس وکولای شي هر هغه څوک ونیسي، چې له سربیا سره د دغه هېواد لخوا پر پوله له غځول شويو اغزنو مزیو اوړي.

له افریقا او منځني ختیځه راغلیو هغو کډوالو ته چې شمال ته سفر کوي، هنګري په يوه مهم پړاو بدل شوی دی. بل لور ته د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو وزیران و نه توانیدل په یوه خوله د ۱۲۰۰۰ کډوالو ځای پر ځای کولو پر جبري ونډې هوکړه وکړي.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو بحث پر دې دی چې هغو زرګونو کډوالو ته ځای ورکړي چې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله له خپلو هېوادونو تښتېدلي دي. د اروپايي ټولنې له مرکز بروکسله رپوټونه وايي چې د دې ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې ۱۲۰ زرو کډوال په خپلو هېوادونو کې ومني.

د لوکسمبورګ د کورنیو چارو وزیر چې هېواد یې د اروپايي ټولنې اوسنی مشر دی وایي، دا پرېکړه به د دوی په را روانه غونډه کې قانوني بڼه خپلوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption اتریش ، سلواک او هالند وایي، د خپلو پولو کنترول به سختوي.

په داسې حال کې چې د لوېديځې اروپا لوی هېوادونه چې د کډوالو په اړه یې دریځ نرم دی، په دې ټينګار کوي چې د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي هېوادونه دې په ټاکلې اندازه کډوال ومني خو د ختیځې اروپا هېوادونه د دې مخالف دي چې دا ونډه دې جبري وي.

د کډوالو د نړیوال سازمان یو چارواکی لېیونارد دایل وايي چې د مرکزي او ختیځې اروپا هيوادونه به په پای کې دا پرېکړه د ځينو هڅونو په پایله کې ومني.

“ ظاهرا د ختیځې اروپا هېوادونه زیات لیوال نه دي. خو په اروپا کې د پرېکړې کولو تصمیم د دوی په لاس کې نه دی. دوی داسې څوک نه دي چې د دې طرحې د لښګت پیسې ورکړي. دوی له دې پروګرامه ګټه اخلي. دوی چنې وهي. اوس که هر هېواد د یوه کډوال په بدل کې شپږ زره ډالر تر لاسه کړي، نو کیدای شي د دې پیسو اندازه نوره هم زیاته شي چې دوی موافقه وکړي.”

په عین مهال کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ویلي، په خپلو پولو کې به زیات څار او کنترول ولګوي. اتریش ، سلواک او هالند وایي، د خپلو پولو کنترول به سختوي. وړاندې جرمني له اتریش سره په پوله کې دا پروګرام پلی کړ.

هنګري هم له سربیا سره په پول کې اغزن تار غځولی او د اورګاډي پټلۍ یې تړلې ده. وړاندې کډوال د اورګاډو له لا رې له هنګري تېرېدل. هنګري د نویو قوانینو له مخې له سربیا سره لسګونه پولیس ځای پر ځای کړي او ورته ویل شوي هغه کسان ونیسي او تورن یې کړي چې له دې لارې په ناقانونه توګه تېرېږي.

د دې پر ځای به کډوال ټاکلو ځایونو ته بېول کېږي چې هلته یې د پناه غوښتنې عریضې ثبت شي. په جرمني کې د خواله رسنۍ، فیسبوک د اسې تخینکي لارې چارې سنجوي چې د کاروونکو له خوا د کډوالو ضد تبصرو په وړاندې ګام واخلي.

په دې هېواد کې د کډوالو پر ضد لیکنې او تبصرې زیاتې شوې دي. اوس د جرمني حکومت پر فیسبوک فشار زیات کړی چې د کډوالو ضد څرګندونې ژر تر ژره لرې کړي.