د اسد د ملاتړ په تړاو مسکو ته د واشنګټن خبرداری

 د سوریې پوځ دغه انځور خپور کړی، چې یو نوی روسی ټانک د بشار الاسد په ملاتړ هلته استول شوی
Image caption د سوریې پوځ دغه انځور خپور کړی، چې یو نوی روسی ټانک د بشار الاسد په ملاتړ هلته استول شوی

د امریکا متحدو ایالتونو پر روسیې فشار راوړی، چې ولې د بشارالاسد په مشرۍ د سوري حکومت پوځي ملاتړ کوي.

امریکا خبرداری ورکړی، چې دا ملاتړ به د سوریې کورنۍ جګړه لا ډېره وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره په تیلېفوني خبرو کې اندېښنه ښودلې ده، چې سوریه کې د روسیې د پوځي ملاتړ موخه څه ده.

ښاغلي کېري خبرداری ورکړی، که چېرې روسیه د بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکړي، دا کار به په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې اور کلونو ته وغځوي.

امریکا مسکو په سوریه کې له پوځي اړخه د خپلو پښو پر ټینګولو تورنوي.

مسکو وايي، سوریې ته یې یوازې د ''اسلامي دولت'' ډلې د مخنیوي په موخه د سوري حکومت د همکارۍ لپاره پوځي تجهیزات استولي دي.

د سوریې څلور کلنې جګړې په درشل کې روسیه د اسد ټینګ ملاتړ کوي، خو هغه مهال یې له ملاتړه یوڅه لاس واخیست، چې ځینې سیمې د اسد د رژیم له واکه ووتلې.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا په تېرو لسو ورځو کې درېیم ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره تیلېفوني خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنېسټ وايي، د اسد نور ملاتړ به د سوریې کړکېچ لا ډېر کړي او شاید معکوسې پایلې ولري، ځکه چې اسد د هېواد د مشرتوب قانوني بڼه له لاسه ورکړې ده.

Image caption د روسیې ترانسپورتي الوتکه د سوریې لطاقیه هوايي ډګر کې

ورته مطالب