د 'بن لادن ګروپ' د مسجد الحرام پېښې پړ ګڼل شوی

تېره اونۍ په مسجد الحرام کې د یوه کرېن لوېدو لږترلږه ۱۰۷ کسان ووژل د انځور حقوق AFP
Image caption تېره اونۍ په مسجد الحرام کې د یوه کرېن لوېدو لږترلږه ۱۰۷ کسان ووژل

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د 'بن لادن د قراردادیانو ګروپ'، چې په سعودي کې د قراردادونو تر ټولو لوی ګروپ دی، د فعالیتونو ځنډولو امر کړی چې وايي په نویو قراردادونو او پروژو کې باید د بولۍ اجازه ورنه کړل شي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې تېره اونۍ په مسجد الحرام کې یو لوی کرېن راولوېد چې لږترلږه ۱۰۷ کسان یې ووژل او ۲۳۰ نور يې ټپیان کړل.

له پېښې وروسته د دغې پېښې د څېړلو لپاره یوه ځانګړې ډله وګومارل شوه.

دغې ډلې پخپلو موندنو کې وویل ''د پېښې او کرېن لوېدو لوی لامل تېز بادونه وو، خو دغه کرېن په ناسم ځای کې درول شوی و.''

یادې څېړنیزې ډلې پخپل راپور کې د پېښې پړه پر ناغېړه کارکوونکو اچولې ده، چې په وینا یې ''په ودانیزو چارو کې دوی د خوندیتوب اصول نه دي عملي کړي، او د دغه کرېن د خوندیتوب اړوند چارواکو خپلو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې نه دي کړې.''

راپور کاږي ''په دې پېښه کې تر یوه حده پړه د 'بن لادن ګروپ' پر قراردادي اچول کېږي.

د سعودي رسمي خبري آژانس هم ویلي، پاچا سلمان امر کړی، چې د څېړنو موندنې او په دې موضوع اړوند ټول لاسوندونه دې لوی څارنوال او څېړنیزې ډلې ته وسپارل شي، چې دوی له (بن لادن ګروپ) پوښتنې ګروېږنې وکړي.

سرچینه د پاچا سلمان له قوله دا هم وايي، ټولې اړوندې دوسیې دې قضايي ارګان ته د خپل نظر څرګندولو لپاره وسپارل شي.

پاچا سلمان دا هم ویلي، چې د بن لادن ګروپ د شورا ټول غړي او هغه کسان چې په دې پېښه کې پړه ګڼل کېږي، د څېړنې او پایلو تر روښانېدو او قضايي حکم صادرېدو پورې له سفر منع اعلان شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د بن لادن ګروپ ته دې په نویو قراردادونو او بولیو کې د ګډون هېڅ اجازه نه ورکول کېږي.

پاچا سلمان په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره د مالي مرستې ورکولو امر هم کړی.

ورته مطالب