پر جنسی تېري تورن سعودی له هنده وتلی

Image caption ادعا ده چې دواړه ښځې له تېرو څو میاشتو راهیسې له جنسي پلوه ځورول شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان یو دیپلومات چې پر دوو نیپالي ښځو د جنسي تېري تور پرې لګول شوی، د دیپلوماتیک مصونیت له مخې له هنده وتلی.

چارواکي وايي سعودي ديپلومات دغه دوه نیپالي ښځې د کور کارونو ترسره کولو لپاره ګومارلې وې.

ښځو چې عمر یې له ۳۰ تر ۵۰ ښودل شوی، ویلي چې دوی ته ډوډۍ نه ورکول کېده او یاد دیپلومات او نورو سعودیانو له جنسي پلوه ځورول.

سعودي عربستان دغه ټول تورونه ردوي او دا یې و نه منله چې باید د خپل چارواکي له دیپلوماتیک مصونیته لاس په سر شي ځکه نو په هند کې د نوموړي محاکمه ناشونې ده.

شنونکي وايي د ده وتل هند لپاره د یوې دیپلوماتیکې مسلې د حل لارې په معنا ده.

نیپال او هند نږدې دیپلوماتیکې اړیکې لري خو هند دا هم نه غواړي چې پر تیلو بډای هېواد سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ترینګلې کړي چېرته چې میلیونونه هندیان ژوند او کار کوي.

"هر ورځ جنسي ځورونه"

د چارشنبې په شپه (سپتمبر ۱۶مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېکاس سوارپ یوه بیانیه خپره کړه.

په بیانیه کې راغلي، سعودي دیپلومات ماجد حسن عاشور "چې پرې د دوو نیپالي کارګرو ښځو د جنسي ځورونې تور دی، له هنده وتلی."

ښاغلي سوارپ زیاته کړه، دغه چارواکی د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا د تړون پر اساس خوندي دی.

تر دې مخکې هندي پولیسو نوموړی پر جنسي تېري، لواطت او د ښځو په ناقانونه ډول بندولو تورن کړی و او قضیه یې ثبته کړې وه.

دغه ښځې تېره اوونۍ د یوې غیردولتي موسسې د خبر پر اساس د هند پلازمېنه ډیلي د ګورګاو سیمې له یوه اپارتمانه وژغورل شوې.

ادعا ده چې دواړه ښځې له تېرو څو میاشتو راهیسې له جنسي پلوه ځورول شوې دي.

یوې ښځې د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل، "فکر مو کاوه چې دلته به مړې شو"، دې زیاته یې کړه چې هره ورځ له جنسي پلوه ځورول کېدې.

دوی وویل اپارتمان په لوړه و او دوی د تېښتې هېڅ لاره نه درلوده.

دواړه ښځې تېره اوونې نیپال ته ستنې شوې.

نیپال چې د نړۍ یو تر ټولو بې وزلی هېواد دی، زرګونه سړي او ښځې یې هر کال هند، نورو اسیايي او عربي هېوادونو ته د کورني کارګرو په توګه دندو لپاره سفرونه کوي.

د سعودي عربستان سفارت له دیپلوماته د پوښتنو ګروېږنو اجازه ور نه کړه او سعودي رسنیو شکایت کړی چې "پولیس ولې د دیپلومات کور ته ورننوتي."

ورته مطالب