د پېښور پر پوځي اډې د طالبانو برید ۴۳ کسان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان پوځ وايي وسله والو طالبانو د پېښور په ښار کې د پاکستان د هوايي ځواکونو پر اډې برید کې لږترلږه ۴۳ کسان وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وویل برید کې '۲۶ پوځيان او ۱۳ بریدګر وژل شوي'. د پوځ ویاند وايي، په وژل شویو کې د پوځ یو افسر هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه، وسله والو د پولیسو په جامه کې برید کړی او زیاتوي چې برید کوونکي د ګهیځ د لمانځه پرمهال اډې ته له دوو خواوو ننوتلي او هلته پر کوچنیو ډلو وېشل شوي او بریدونه یې پيل کړي، خو د پوځ په ځوابي برید کې ۱۳ برید کوونکي وژل شوي دي.

ده زیاته کړه، د پېښی ځای ته ژر د چټک غبرګون ځواک ورسېد او دوی وکولی شو بریدګر د ساتندویانو خونې کې را ایسار کړي.

پوځ وايي، په ډزو کې لس نور پوځيان ټپیان شوي.

سرچینه وايي، له اوو تر لسو برید کوونکي د بډه بېرې پوځي اډې د ساتونکو خونې ته ننوتلي او له اوو تر لسو نورو بریدګرو د اډې د ننه پر نورو ځایونو بریدونه کړي.

د انځور حقوق
Image caption د هوايي ځواکونو دغې اډې ته برید کوونکي له دوو خواوو ورننوتي
Image caption د پاکستان پوځ وايي، په برید او ځوابي ډزو کې دوه پوځيان ټپیان شوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی او د اورپکو د ځپلو د ټینګ هوډ ژمنه یې کړې ده.

په تېر دسمبر کې اورپکو پر یوه پوځي ښوونځي برید وکړ، چې لږترلږه ۱۵۰ زده کوونکي پکې ووژل شول.

د انځور حقوق AFP

جنرال باجوه زیاتوي، په دغه تازه برید کې د پوځ یو جنرال او سرتېری ټپیان شوي، خو زیاتوي چې د اورپکو د ختمولو لپاره چاڼیز عملیات دوام لري.

وروستي رپوټونه وايي، چې ژوبل شوي ځینو روغتونونو ته وړل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په یوه برېښنالیک کې رسنیو ته ویلي، دا برید دوی کړی.

د طالبانو ویاند محمد خراساني ویلي دا برید د طالبانو د "ځانمرګو بریدونو" کنډک ترسره کړی.

خراساني وايي، په دوو موټرو کې یې برید کوونکي اډې ته ورغلي او په "اسانۍ" سره اډې ته ننوتي دي.

نوموړی وايي، برید کوونکي یې په ښو وسلو سمبال او د اډې په دوو ودانیو کې د هوايي ځواک د افسرانو په همکارۍ اډې ته ورغلي.

Image caption په هوايي اډه کې د اورپکو د چاڼولو عملیات پیل شوي

پېښور کې اورپکي وخت ناوخت بریدونه کوي.

د انځور حقوق AFP