سوریه د 'اړتیا وخت' کې جګړې ته روسي ځواکونه 'غواړي'

ولید المعلم وايي، تر اوسه روسي ځواکونه په جګړه کې نه دي ښکېل شوي. د انځور حقوق AP
Image caption ولید المعلم وايي، تر اوسه روسي ځواکونه په جګړه کې نه دي ښکېل شوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د سوریې کورنۍ جګړه کې د روسي ځواکونو د جنګېدو خبره رد کړې، خو ټینګار یې دا دی چې دمشق به د اړتیا په وخت کې پر مسکو د مداخلې کولو غږ وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه خپرې شوې دي، چې د روسیې له لوري د سوري ولسمشر بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د سوریې په خاوره کې د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبرونه خپاره شول.

د سوریې له تلوېزیون سره دده هېواد د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي: ''تر اوسه له روسي ځواکونو سره اوږه په اوږه د سوریې په خاوره کې جګړ لا نه ده پیل شوې، خو که چېرې موږ اړ شو، نو دا غوراوی به هم وڅېړو او پوځيان به وغواړو.''

په ۲۰۱۱ کال د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې، روسیه د اسد د حکومت ټینګ ملاتړ کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، حکومت به یې د سوري حکومت پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي، خو ټینګار یې دا دی چې نور هېوادونه هم سوریې ته د روسیې په څېر د ''پوځي ملاتړ'' له ټیم سره یوځای شي.

مسکو وايي، د دمشق پوځي ملاتړ ځکه کوي، چې د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو پرضد ښه جګړه وکړي.

خو د امریکا متحده ایالاتونه له دمشق سره د روسي ملاتړ ته د شک په سترګه ګوي او نیوکه یې دا ده چې د روسیې دا ګام به ''ناوړه پایلې'' ولري.

امریکا وايي، د سوریې جګړې ته لمن وهل په هېواد کې په لوی لاس د ولس ځپل او د هېواد ویجاړول دي.

په وروستیو کې، د امریکا متحدو ایالتونو په سوریه کې د روسي خوځښتونو او فعالیت په اړه اندېښنه وښوده.

د سوریې ساحلي لاذقیه ښار ته څېرمه روسي ټانکونه او پوځيان لیدل شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وړاندې ویلي وو، د روسیې دا خوځښت په دې معنا دی چې مسکو هلته د یوه ''پرمختللي هوايي ډګر'' د جوړولو هوډ لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیه وايي، سوریې ته یوازې بشري مرستې رسوي

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف بیا دا تور ردوي او وايي چې هېواد یې د مسکو د غوښتنې پرمهال هلته پوځي همکاري کوي.

د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه تر ۲۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب