جاپاني پارلمان پوځ ته له هېواده بهر د جنګېدو اجازه ورکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د جاپان د پارلمانۍ ودانۍ ته څېرمه ټینګ امنیت نیول شوی و

د جاپان پارلمان له دویمې نړیوالې جګړې نژدې ۷۰ کاله وروسته، د لومړي ځل لپاره له سمندر هاغاړه خپلو ځواکونو ته د جنګېدو د اجازې ورکولو په تړاو مثبته رایه ورکړه.

دغه رای اچونه د اساسي قانون د تعدیل له کبله یوڅو ساعته ځنډول شوې وه، ځکه چې مخالفانو نه غوښتل چې قانون کې تعدیل راشي.

له رای اچونې شېبه وړاندې د پارلمان له ودانۍ بهر مظاهرې هم وشوې، چې ولي نوی قانون جوړ شوی.

د پارلمان وکیلانو چې ډېری یې د واکمن حکمت پلویان دي، د نوي قانون مسوده ومنله.

د جاپان حکومت وايي، په دفاعي تګلاره کې بدلون راوستل د پوځي ګواښونو پروړاندې حیاتي بڼه لري، ځکه چې دوی تر ډېره د چین له پوځي ځواکمنتیا خوار خوري.

حکومت د شنبې ورځې له رخصتۍ پیلېدو (چې پنځه ورځې به دوام کوي) وړاندې دا رای اچونه وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مسودې د منلو بحثونو تر ۲۰۰ ډېر ساعته وخت واخیست، خو په پای کې د لومړي وزیر شینزو آبي هیله پوره او قانون ومنل شو.
د انځور حقوق EPA
Image caption د مسودې د منلو بحثونو تر ۲۰۰ ډېر ساعته وخت واخیست، خو په پای کې د لومړي وزیر شینزو آبي هیله پوره او قانون ومنل شو.

په جاپاني پارلمان (مشرانو جرګه او ولسي جرګه) دواړو کې واکمن ګوند برلاسی دی، خو سیاسي مخالفان یې د نوي قانون د منل کېدو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

د مشرانو جرګې مشر ماسکي یامازاکي وویل، د قانون مسوده د ۱۴۸ وکیلانو مثبتې رایې واخیستې، خو ۹۰ نورو بیا منفي رایه ورکړه.

د انځور حقوق EPA Wires
د انځور حقوق AP
Image caption د امنیتي قانون د مسودې په تړاو پارلمان کې لاسونه هم واچول شول
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters

د مسودې په تړاو د منلو او یا نه منل کېدو بحثونو تر ۲۰۰ ډېر ساعته وخت واخیست، خو په پای کې د لومړي وزیر شینزو آبي هیله پوره او قانون ومنل شو.

د جاپان رسنۍ وايي، نوموړي دا غوښتنه له ډېر وخت راهیسې درلوده.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب