د سوریې د شخړې په باب د امریکا او روسي مشرانو خبرې

د انځور حقوق ap

د امريکا او روسيې دفاع وزيرانو په څه د پاسه تېر يوۀ کال کې په لومړي ځل د سوريې د شخړې په تړاو سره خبرې کړې دي.

دا ټيليفوني خبرې اترې وروسته له هغه وشوې چې په جگړه کې د مسکو د ډېرې فعالې ونډې نښې نښانې رادبره شوې.

د امريکا دفاع وزارت ''پنټاگون'' وايي دفاع وزير اشټون کارتر له خپل روسي سيال سرگي شويگو سره وغږيد چې څنگه دواړې غاړې کولاى شي په سوريه کې په خپلوکې د تصادفي مخامختيا مخنيوى وکړي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند مارک تونر وايي امريکا غواړي په سوريه کې د روسيې د عملياتو په تړاو ځان پوه کړي:

" موږ په خبرو اترو کې د شخړې د کمولو ارزښت وينو، او په دې تړاو مو تل څرگند دريځ خپل کړى. که روسان په داسې يوه فضا کې فعاليت ته درومي چې لا نه ده روښانه نو موږ بيا هم هڅه کوو چې د هغوى پر نيت د پوهېدو لپاره ډېر مالومات ترلاسه کړو. اړتيا ده چې موږ پرې شو او په تړاو يې د بحث ميکانيزم رامنځته کړو. هغه څه چې څرگند او په برابره توگه بيړنۍ ده سياسي حل ته رسېدو اړتيا ده.

Image caption بشار الاسد له روسي خبریالانو سره غږېدلی

موږ په ډاگه ويلي په هېڅ ډول د روسيې له لوري وړاندې شوى دا منطق نشو منلى چې گواکې بشارالاسد د داعش په وړاندې جگړه کې د باور وړ ملگرى کېداى شي. خو له دغه پوهاوي سره سره بيا هم اړتيا ده د پرمختگ د بهیر په اړه چې يوه سياسي حل ته رسېږي سره خبرې وکړو، خو هغه حل چې بالاخره اسد به په کې نه وي شامل."

د روسيې دولتي رسنيو هم ويلي چې خبرو اترو ثابته کړه چې دواړې غاړې سره گډ ټکي لري.

په دې وروستيو کې په سوريه کې د روسيې د پوځي حضور زياتېدا په تړاو رپوټونه خپاره شوي او امريکايي چارواکو لاذقیه ښار ته د څلورو جنگي روسي الوتکو د رسېدو خبر هم ورکړى.

د سوريې په څلور کلنې کورنۍ جگړې کې مسکو د سوري حکومت ټينگه ملاتړې پاتې شوې حال دا چې امريکا له واکه د بشارالاسد لېرې کېدل د جگړې د ختمېدا مهم شرط گڼي.

Image caption دا انځور د سوریې د پوځ له لوري خپور شوی، چې یو روسی ټانک پکې د جګړې په ډګر کې ښکاري

ورته مطالب