'سوریې پر 'اسلامي دولت' سخته بمبارۍ کړې'

د انځور حقوق Reuters

له سوريې څخه راپورونه وايي، حکومتي جنگي الوتکو د دتدمر په سيمه چې له څو مياشتې د 'اسلامي دولت' په نوم ډلې لاس کې ده درنې بمبارۍ کړې دي.

يوه څارونکې ډله چې مرکز يې په برتانېې کې دى وايي لږ ترلږه ۲۶ کسان په دې ببماريو کې وژل شوي دي چې دولس په کې وسله وال دي.

رویترز خبري اژانس د سوریې د چارواکو له خولې لیکلي، چې د سوریې دولت نوې تجهیزات له روسیې نه پيرلي او به دغو بریدونوکې ترې ګټه پورته کړې.

پرون جمعه د لومړي ځل لپاره په تېر یوه کال کې د امريکا او روسيې د دفاع وزيرانو تيليفوني اړيکه کې د سوريې د شخړې په اړه خبرې وکړې.

دوى موافقه وکړه، چې ددې کړکېچ په اړه به خپلمنځي اړیکو ته دوام ورکوي.

دا تيليفوني خبرې له هغې وروسته کيږي چې د مسکو لخوا د سوريې په شخړې کې د لا فعال رول نښې ليدل شوي.

په وروستیو هوايي بریدونو کې رقه ښار چې د 'اسلامي دولت' ډلې د بریدونو مرګز ګڼل کېږي تر بمباریو لاندې راغلی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ویاند رامي عبدالرحمن ویلي، په تېرو دو ورځو کې د سوریې دولت خپل هوايي بریدونه د 'اسلامي دولت' تر ولکې لاندې سیمو باندې ډېر کړي.

'اسلامي دولت' ډلې د پالمیرا (تدمر) ښار له نیولو راهیسې د دغه ښار لرغونې ودانۍ او دوه لرغونې معبده نړولي دي.

د یونیسکو سازمان مشر ایرینا بو کوو ویلي، د دغه پلان شوې نړېدا ''جنګي جنایت'' ګڼل کېږي.

'اسلامي دولت' ډلې په عراق کې هم دا ډول لرغوې ودانۍ چې له اسلام نه مخکې وخت ته اړوندې دې، نړولې دي.

ورته مطالب