د نړیوالې اتومي انرژۍ اژانس عمومي مشر تهران ته تللی

د انځور حقوق ISNA
Image caption ښاغلی امانو لومړی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره کتلي دي

د نړیوالې اتومي انرژۍ سازمان عمومي مشر یوکیو امانو د یکشنبې په ورځ ( سپتمبر۲۰مه/وږی ۲۹م) د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی.

د ایران د محصلینو خبري آژانس (ایسنا) ویلي، له ښاغلي امانو سره په دې سفر کې د هغه څلور مرستیالان هم ملګري دي.

دغه آژانس وايي، ښاغلی امانو لومړی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره کتلي دي.

د تېرې شنبې په ورځ، د ایران تسنیم خبري آژانس د ایران د اتومي انرژۍ سازمان د ویاند بهروز کمالوندي له خولې ویلي و:"د ښاغلي آمانو د سفر هدف د ایرا او دغه آژانس ترمنځ د همکاریو عملي کېدل دي".

د تېرې شنبې په ورځ ځینو ایراني رسنیو ویلي وو، چې ښاغلی امانو ایران ته رسېدلی، خو کمالوندي دا خبر رد کړ.

د انځور حقوق AP
Image caption د ایران او د نړیوالې اتومي انرژۍ د آژانس ترمنځ د هوکړې پربنسټ، په پام کې ده، چې د ایران د اتومي پروګرام د تېر او اوسني وضعیت په اړه راپور د دسمبر پر ۱۵ مه د عمومي مشر له خوا ددغه آژانس شورا ته وړاندې شي

ښاغلی امانو وړاندې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرني سیاست کمېټې ته هم حاضر شوی و، او د ایران او دغه آژانس ترمنځیې د هوکړې په اړه د سناتورانو پوښتنې ځوابولې.

په ایران کې د برجام په نامه کمیسیون د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام پرسر له موافقې وروسته جوړ شو، او اټکل دی چې خپل راپور د پارلمان مشر ته وسپاري.

د انځور حقوق Getty
Image caption په ایران کې د برجام په نامه کمیسیون د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام پرسر له موافقې وروسته جوړ شو

د ایران او د نړیوالې اتومي انرژۍ د آژانس ترمنځ د هوکړې پربنسټ، په پام کې ده، چې د ایران د اتومي پروګرام د تېر او اوسني وضعیت په اړه راپور د دسمبر پر ۱۵ مه د عمومي مشر له خوا ددغه آژانس شورا ته وړاندې شي.

ورته مطالب