۲۴ ساعتونو کې اتريش ته نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال اوښتي

د انځور حقوق EPA
Image caption کرشيا ويلي دي، دوی دومره لوى شمېر کې د کډوالو منلو وړتيا نه لري

د اتريش چارواکي وايي، نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى هېواد ته رسېدلي دي.

د دوي څخه ډير يې هنگري څخه د چارواکو له خوا انتقال شوي. لومړى د کروشيا حکومت هغوی له خپل هېواده هنگري ته ليږلي وو.

بل خوا هنگري په کروشيا د کډوالو په لړ کې خپلو سختو نيوکو ته دوام ورکړى دى.

د هنگري د بهرنېو چارو وزير پیټر سیارتو دغه نیوکې کړې او ویلي يې دي، چې په دې برخه کې د دوی له ځمکنۍ واکمنۍ څخه سرغړونه شوې.

پیټر وویل:"کروشیا داسې یو حکومت لري چې په څرګنده اروپايي قوانینو ته درناوي نه کوي. د کډوالۍ سیستم یې په یوه ورځ کې د ننه ونړید او د دې پر ځای چې په رښتینولۍ سره کډوالو ته اسنتیاوې برابرې کړي چې موږ پوهېږو دا ډېر سخت کار دی، هغوی مخامخ هنګري ته لیږي".

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه:"د دې سربیره دوی زموږ ځمکنۍ واکمنۍ نه هم سرغړونه کړې هغه مهال چې دوی د کرشیايي پولیسو په بدرګه له خبرداري او همغږۍ پرته یو اورګاډی هنګري ته ولېږه. دا نو څه راز اروپايي پیوستون دی."

د انځور حقوق AFP
Image caption ځیني جرمني وګړي په دې اند دي، چې کډوال باید د دوی خاورې ته ورشي ځکه چې د دوی په ټولنه کې د ځوانانو کمښت دی

خو کرشيا ويلي دي، دوی دومره لوى شمېر کې د کډوالو منلو وړتيا نه لري.

بل خوا جرمني ته هم د کډوالو لړۍ روانه ده ، د نورو سيمو په څير دې هېواد ته ورغلو کډوالو کې هم يو لوى شمېر افغانان دي.

د دوى څخه يې ځينو شکايت کړى چې د کډوال د شمېر ډيرېدو له امله هغوي سره سم چلن نه کيږي.

زمونږ همکار ميرويس مياخيل چې د دې کډوالو په اړه خبري پوښښ لپاره جرمني ته تللى، د کډوالو د بهير او د هغوی ستونزو په اړه وايي:

د کډوالو د راتګ لړۍ اوس هم جرمني ته روانه ده دلته افغان کډوال د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دي.

ځینې چې همدا اوس راسېدلي غواړي، چې نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

او یو شمېر د دې لپاره له جرمني نه نور هېوادونو ته ځي چې دوی ته په جرمني کې ډېره پاملرنه نه کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اتريش چارواکي وايي، نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى هېواد ته رسېدلي دي

ځکه چې د کډوالو د راتګ لړۍ چټکه شوې او ډله ډله کډوال جرمني ته را روان دي. او له دوی څخه پام هغو کډوالو ته اړول شوی دی، چې هغو د سوریې او عراق وګړي دي او دلته راغلي دي.

خپله ډیری جرمني وګړي په دې اند دي، چې کډوال باید د دوی خاورې ته ورشي ځکه چې د دوی په ټولنه کې د ځوانانو کمښت دی خو باید دغه کډوال د دوی ټولنې ته ور ګډ شي او د جرمني قانون ته درناوی وکړي او ويې مني.

Image caption بل خوا جرمني ته هم د کډوالو لړۍ روانه ده ، د نورو سيمو په څير دې هېواد ته ورغلو کډوالو کې هم يو لوى شمېر افغانان دي

ځینې جرمنیان په دې اند دي،هغه کسان چې د کډوالو د ورتګ مخالفت کوي هغوی د دغو هېوادونو په اړه پوره معلومات نه لري او دوی باید د دغو هېوادونو په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي او بیا دا خبره وکړي.

سیاسي مخالفتونه شته خو د ولسي وګړو نظر بیا بل ډول دی.

ورته مطالب