په تېرو ۶ کلونو کې یونانیان د پنځم ځل لپاره ټاکنې تر سره کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په یونان کې دا د ټاکنو پنځم ځل دی، چې په تېرو ۶ کلونو کې ترسره کېږي

په یونان کې ټاکنې پیل شوې، د نظر پوښتنو له مخې کيڼ اړخی "سیریزا" ګوند او محافظه کار "نوې ديموکراسي " ګوند ترمنځ سختې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي.

په یونان کې دا د ټاکنو پنځم ځل دی چې په تېرو ۶ کلونو کې ترسره کېږي.

د کيڼ اړخي ګوند مشر او پخواني لومړي وزير اليکس سپراس وروسته له هغه چې د لومړي وزیر په توګه په دې بریالی شو چې د اروپا څو میلیارد ډالري مالي مرستې تضمین کړي، نو د دې غوښتونکی شو چې ټاکنې ژر تر ژره ترسره شي.

ښاغلي سیپراس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:"د یکشنبې په ورځې د ژوند یوې مهمې ټولپوښتنه سره مخامخ یوو. په دغه ټولپوښتنه کې باید د سیاست زوړ سیستم ته چې له فساد نه ملاتړ کوي د پای ټکی کېدو."

د کيڼ اړخي ګوند سيريزا مشر اليکس سپراس تېره مياشت يې په پارلمان کې اکثريت وبایله.

د نوې دیموکراسۍ ګوند مشر ونګلیس میماراکیس د شنبې پر ورځ (سپتمبر ۱۹) د خپلو ملاتړو په منځ کې د کيڼ اړخي ګوند ژمنې بې ځایه وګڼلې.

ښاغلي میماراکیس څو ورځې مخکې په یوه ټاکنیزه مناظره کې د کيڼ اړخو په ګډون د یوه لوی ائتلاف جوړولو وړاندیز وکړ. خو ښاغلي سیپراس د دا ډول یوه ائتلاف جوړول غیر طبیعي وبلل او هغه یې رد کړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په یونان کې ټاکنې پیل شوې، د نظر پوښتنو له مخې کيڼ اړخی "سیریزا" ګوند او محافظه کار "نوې ديموکراسي " ګوند ترمنځ سختې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي

یو يونانی رايه ورکوونکی وايي:"دا مهمه نه ده چې څوک د لومړي وزير په توګه ټاکل کېږي. موږ هغه کس غواړو چې يونان ته يې لږ زيان رسولی وي. موږ هيله لرو چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره داسې مشر ولرو چې پر هېواد يې زړه سوځي."

د یونان ډیری ګوندونه له اروپا نه د مالي مرستو د ترلاسه کولو سره موافق دي خو ښي اړخی سخت دريځه ګوند چې له دغو مرستو سره مخالف دی په ټولپوښتنو کې دریم ځای لري.

د شننونکو په وینا، په اروپا کې د کډوالو اوسنی بحران چې یونان هم په کې ښکېل دی د دې لامل شوی چې د ښي اړخي سخت درېځي ګوند ملاتړي ډېر شي ځکه دغه ګوند د کډوالۍ ضد سیاست لري.

په اتن کې د بي بي سي خبریال ریجارد ګلپین په وینا، داسې ښکاري چې بریال ګوند د دولت د جوړولو لپاره پرته له دې چې کوم ائتلاف را منځ ته کړي په دې به بریالی شي چې په پارلمان کې اړینې څوکۍ ولري.

ورته مطالب