د کډوالو پر کړکېچ د اروپايي هېوادونو وېشلي نظرونه

Image caption اتریش اټکل کړی چې زرګونه نور کډوال به یې پولو ته ورسېږي.

ټاکل شوې د ختیځې اروپا د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د کډوالو پر کړکېچ په داسې حال کې د خبرو لپاره راغونډ شي چې پر دغه مسله د اروپايي هېوادونو نظرونه وېشلي دي.

غونډه چې په پراګ کې ترسره کېږي، داسې مهال پلان شوې چې لا هم زرګونه کډوال د اروپايي ټولنې د لوېدیځو پولو څخه د اوښتو هڅه کوي.

پولنډ، هنګري، د چیک جمهوریت او سلواکیا د کډوالو د حتمي او برابر وېش د وړاندیز کلک مخالفین دي.

جرمني او فرانسه غواړي چې کډوال په برابر ډول د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر منځ ووېشل شي.

په تېره اوونۍ کې زرګونه نور کډوال اتریش ته ورسېدل او د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۱مه) ښايي لا نور هنګري ته ورسېږي.

د کرویشیا چارواکو په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوشنبې تر سهاره د دوی خاورې ته ۲۹ زره کډوال ننوتي.

"هېڅوک معاف نه دي"

ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د سې شنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۲مه) یوه غونډه او بله ورځ یوه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د اروپايي هېوادونو تر منځ وېشلي نظرونه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له خبرو څرګند وو، چې ویلي یې دي، اروپايي ټولنه کې د کډوالو له منلو (هېڅوک معاف نه دي).

د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټسک وویل، اورپايي ټولنه باید سوریايي کډوالو سره مرسته وکړي چې "غوره ژوند ولري".

په برسلز کې د بي بي سي خبریال کریس موریس وايي، د ختیځي اروپا هیوادونه پر دې موضوع ټینګار کوي چې د اروپايي ټولنې پولې باید خوندي شي او د اقتصادي کډوالو او پناه غوښتونکو تر منځ باید توپیر وشي.

په داسې حال کې چې د کډوالو شمېر په زیاتېدو دی، اتریش د شنبې پر ورځ (سپتمبر ۱۹مه) لس زرو کډوالو ته اجازه ورکړه او د یکشنبې ورځې لپاره یې هم د ورته شمېرې اټکل کړی دی.

Image caption د اتریش پر پوله پوځیان کډوال کنترولوي.

ورته مطالب