روحاني: د امریکا او ایران دښمني له پخوا اوس کمه شوې

د نړیوالې اتومي انرژۍ مشر یوکیو امانو د تېرې یکشنبې په ورځ تهران په خپل لومړني سفر کې له ښاغلي روحاني سره هم وکتل د انځور حقوق TASNIM
Image caption د نړیوالې اتومي انرژۍ مشر یوکیو امانو د تېرې یکشنبې په ورځ تهران په خپل لومړني سفر کې له ښاغلي روحاني سره هم وکتل

د ایران ولسمشر حسن روحااني وايي ''د ایران د اتومي تاریخي پروګرام پرسر له موافقې وروسته یې هېواد له امریکا سره د دښمنۍ کمولو په باب پاموړ ګامونه اخیستي دي.''

نوموړي دا څرګندونې د امریکا (سي بي اېس) تلوېزیون له ''۶۰ دقیقې'' نومي پروګرام سره په مرکه کې کړې دي‎، چې وايي ''که څه هم د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه موافقه وشوه، خو لاهم ددواړو ترمنځ د باور فضا له منځه نه ده تللې.''

نوموړی وايي ''مهمه دا ده چې موږ پر کوم لوري درومو؟ آیا موږ د دښمنۍ د ډېرېډو او که د کمولو خوا ته روان یو؟ باوري یم چې موږ د دغې دښمنۍ د کمولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.''

په تېر جولای کې د ایران او شپږو سترو هېوادونو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام په باب ابتدايي موافقه وشوه، چې پر ایران به د اتومي پروګرام د هڅو محدودولو په مقابل کې اقتصادي بندیزونه سپک شي.

روحاني په مرکه کې ویلي، پر خپل پارلمان او د ملي امنیت پر شوری باور لري، چې د دښمنۍ کمولو په تړاو به ګامونه پورته کړي.

دی وايي ''د نظرپوښتنې له مخې، زموږ ډېری وګړي دغه هوکړه مثبته بولي.''

دی ټینګار کوي چې ''د پارلمان او د ملي امنیت د شوری په ګډو بنسټونه په عام ډول د خلکو له نظر نه ډېر لیرې نه دي.''

د انځور حقوق ISNA
Image caption ښاغلی امانو لومړی د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره کتلي دي

روحاني وايي ''د امریکا او ایران ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ څو لسیزې دوام وکړ، خو دغه واټن، اختلاف او د باور ټینګښت ډېر وخت ته اړتیا لري.''

په پام کې ده، چې روحاني راتلونکې اونۍ امریکا ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

ورته مطالب