فیلیپین کې سیلانیان یرغمل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه سیمه چې سامال په کې موقعیت لري په دا وروستیو کلونو کې یو څه ارامه وه

د فیلیپین پوځ وايي، دوه کاناډایان، یو ناروژي او یوه ځايي ښځه د فیلیپین په سویل کې د سیلانیانو له یوه مرګزه وتښتول شول.

د فیلیپین د پوخ ویاند ویلي، په مینداناو کې د داوائو ښار ته نژدې په سامال ټاپو کې وسله والو کسانو د دوشنبې ورځې (۲۲ سپتمبر) په وروستیو ساعتونو کې د سیلانیانو له مرکز ،هالیدی اوشن وی یو، څخه دغه کسان یرغمل کړي دي.

تورن البرتو کابر خبریالانو ته وویل، ناپيژانده یرغمل کوونکي د بیړۍ په وسیله د سیلانیانو له مرکز څخه وتلي دي.

نوموړي وویل، داسې ښکاري چې دغه کسان په تصادفي ډول نه بلکې په قصدي ډول په ګوته شوي او یرغمل کړی شوي دي.

له ۱۹۹۰ کاله راهیسې د فیلیپین سویل نه د اسلامپالو لخوا ډېری کسان تښتول شوي دي چې وايي د تاوان اخیستو لپاره دوی انسان تښتونې ته لاس اچوي.

فیلیپینی چارواکو دوه کاناډايي سیلانیان راجان ریدسل او رابرت هال یاد کړي او هغه بل نروژي وګړی یارتان سکینګستاد داسې ښکاري چې د سیلانیانو د مرکز مدیر و.

د فیلیپیني مېرمنې په اړه څه نه دي ویل شوي خو هغه د دغو کاناډایانو ملګرې وه.

اسو شیتدپرس خبري اژانس د تورن کابر له خولې خبر وکړی چې د دغه ټاپو په څلورو خواوکې بیړۍ ځای پر ځای شوې تر څو د دغې ټاپو سویل لویدیځ ته چې د یرغمل کونکو پټنځای دی د رسېدو مخه ونیسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دپوځ ویاند وايي، داسې ښکاري چې دغه کسان په تصادفي ډول نه بلکې په قصدي ډول په ګوته شوي او یرغمل کړی شوي دي

فیلیپیني چارواکو په ۲۰۱۴ کال کې د سخت دریځو له لوې ډلې د مورې د اسلامي ازادۍ بښونکې جبهې سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه خو لا تر دې دمه له وړو ډلو سره په سویل کې جنګېږي.

هغه سیمه چې سامال په کې موقعیت لري په دا وروستیو کلونو کې یو څه ارامه وه.

په دغه سیمه کې وروستۍ پېښه په ۲۰۰۱ کال کې شوې وه کله چې د ابو سیاف ډلې د سیلانیانو له یوه مرکز څخه د سیلانیانو د تښتولو هڅه کړې وه.

ورته مطالب