پاکستان کې د معلول کس اعدامولو پرېکړه ځنډول شوې ده

د انځور حقوق
Image caption د پاکستان حکومت باید له پښو د معذور عبدالباسط اعدامولو پر لارو چارو د غور پر ځای هغه وبښي سلطانه نون

د پاکستان پنجاب ایالت کې د یوه معلول زنداني عبدالباسط د اعدامولو پرېکړه ځنډول شوې ده. مخکې پرېکړه شوې وه، چې عبدالباسط به نن ( سه شنبه ۲۲ سپتامبر ) په فیصل اباد زندان کې اعدام شي.

له بي بي سي سره خبرو کې د فیصل اباد محکمې یوه قاضي دلشاد ملک ویلي 'د معلول کس اعدامولو په باب قوانین پټه خوله دي، ځکه د اعدام کېدو لپاره باید انسان پر خپلو پښو ولاړ وي او عبدالباسط معلول دی، نه شي کولای پر خپلو پښو ودریږي. له همدې کبله د اوس لپاره د هغه د سزا عملي کول ځنډول شوي دي او حکومت سره به دې لړ کې مشوره وشي.'

اي پي خبري اژانس په خپل رپوټ کې د نوموړي د خور شګفتې له قوله ویلي، چې وايي هغه وخت د سزا عملي کېدو ځنډیدو په باب ورته وویل شول، چې دې د زندان بهر انتظار کاوه.

له دې مخکې د لاهور سترې محمکې د نوموړي سزا عملي کیدل ځنډولو درخواست رد کړی و.

د عبدالباسط مدافع وکیل محکمه کې استدلال کاوه، چې نوموړي له پنځو کلونو راهیسې د فلج حملې له کبله پر پښو نه شي دریدلای او د پاکستاني قوانینو له مخې دغه ډول کس ته د اعدام سزا نه شي وکورل کېدای.

بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل له پاکستاني حکومته غوښتي ، چې د عبدالباسط د اعدام سزا لغو کړي.

پاکستان کې د دغه سازمان یوه مسووله سلطانه نون وايي:

'د پاکستان حکومت باید له پښو د معذور عبدالباسط اعدامولو پر لارو چارو د غور پر ځای هغه وبښي.'

د دغه سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، چې پاکستان کې د ۲۰۱۴ کال له دسامبر راهیسې ۲۴۰ کسان اعدام شوي دي، چې وايي دې سره پاکستان د اعدام سزا ورکونکو لومړنیو دریو هېوادونو کې شامل شوی دی.

امنسټي انټرنشنل له پاکستاني حکومته غوښتي، چې سملاسي د اعدام پر سزا ورکولو بندیز ولګوي. پاکستان کې د اعدام سزا له تېرو اوو کلونو راهیسې په غیر اعلانیه توګه نه عملي کېده، خو تېر دسامبر کې پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو له بریده وروسته دغه بندیز لرې کړل شو.

له هغه راهیسې پاکستان کې ۲۴۰ کسان اعدام شوي دي.

۔