هند کې ټولیزې رسنۍ د څار له پالیسي استثنا بللې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومت دغه چاره له عملي کېدو مخکې د سختو ولسي غبرګونونو له کبله کړې.

هند حکومت د ټولیزو رسنیو کاري پروګرامونه د څار له یوې وړاندیز شوې پالیسۍ استثنا اعلان کړي دی.

حکومت دغه چاره له عملي کېدو مخکې د سختو ولسي غبرګونونو له کبله کړې. نوی قانون هندیان اړباسي، چې د خپلې پټې ډیټا لیکلې بڼه د ۹۰ ورځو لپاره وساتي او څارګرې ادارې کولای شي ورته لاسرسی ولري.

په ټولیزو رسنیو کې له هغه وروسته ډېرې نیوکې ولیدلې شوې، چې د واټس اپ په شمول ګڼ پیغام استونکي دغه ډول پروګرامونه کارووي.

انلاین بانکي چارې او پېر، پلور هم له دغې چارې استثنا دي.

هندیان به د اکتوبر میاشتې تر ۱۶ دغه لړ کې منتظر وي او حکومت وايي حتمي پالیسي ته به د غبرګونونو له ارزونې وروسته د مسودې بڼه ورکړي.

د څار دغه پالیسي په هند کې د معلوماتي تکنالوژي خوندیتوب په هدف وړاندیز شوې ده.

خو ماهرین وايي که دغه پالیسي د فشار له لارې عملي شي دا به شخصي معلوماتو ته د هېکرانو لاسرسی ډېر کړي. د ورډ ډاکیومنټ یا برېښنالیک په بڼه لیکلي معلومات خوندي نه بلل کېږي او هرڅوک کولای شي ویې لولي.