سکایپ خدمتونه د شبکې ستونزې له هواري وروسته فعال شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption سکایپي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلې، چې ستونزه پېژندلې او هواره کړې یې ده

د سکايپ سټیټس سیسټم کې د هغې ستونزې له هواریدو وروسته، چې له کبله یې یو شمېر کسانو نه شوای کولای له خدمتونو یې ګټه واخلي، اوس دغه خدمتونه بېرته فعال شوي دي.

د دوشنبې په ورځ برتیانیا کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګواکې د سکایپ خدمتونو ته لاسرسی نه کېږي.

خو وروسته د سې شنبې په شپي ناوخته سکایپ اعلان وکړ، چې خدمتونه یې بېرته فعال شوي دي. د سکایپ ملکیت درلودونکې کمپنۍ مایکروسوفټ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د سکایپ په هغه سټیټس تنظیماتو کې، چې د یو چا افلاین یا انلاین کېده څرګندوي یوه شته ستونزه پېژندله شوې ده.

د دغې ستونزې له کبله یو شمېر کسان هغه کسان، چې انلاین وو، خو داسې معلومیدل، چې افلاین دي.

له همدې کبله دغه کسان نه توانیدل بل چا ته زنګ ووهي. د مایکروسوفټ په وینا هغه کسان چې له دې امله اغیزمن شوي وو، داسې معلومیدل، چې افلاین دي او وايي سره له دې، چې دوی انلاین وو، خو نه یې شوای کولای له چا سره ټیلیفوني اړیکي ونیسي.

په دې اړه انګلستان، استرالیا او جاپان کې ګڼو سکایپ کاروونکو شکایتونه کړي وو. وروسته سکایپ مرستندویه کارکونکو په یوه ټویټر پیغام کې په دې اړه اعلان کې وویل چې دوی په ممکنه لږ وخت کې د ستونزې هواري هلې ځلې کوي.

پر بلاګ یوه لیکلي مفصل بیان کې سکایپ مسوولینو لیکلي و، چې دغه ستونزه د هغو کسانو لپاره نه ده، چې د ویب له لارې سکایپ کارووي او وايي دوی کولای شي، چې ټیلیفوني اړيکي ولري او دغه راز لنډ لیکلي پیغامونه واستوي.

له دې لږ وروسته یاد شرکت په یوه پیغام کې ولیکل، چې ستونزه یې پېژندلې ده. دوی له خپلو کاروونکو د ځور له کبله بښنه غوښتې.