کعبه شریفه په نوې جامه کې

د انځور حقوق
Image caption د کعبې د جامو بدلولو له پیلېدو وړاندې د کعبې یوه برخه بربنډېږي

نن (د ذي الحجې نهمه) د عرفې ورځ ده او په سعودي عربستان کې د حج مراسم روان دي. نن میلیونونه مسلمانان د مکې له ښاره وځي او د عرفات په غونډۍ کې دعاوې او نفلونه کوي.

هرکال د نړۍ له ۱۹۰ هېوادونو نه شاوخوا درې میلیونه مسلمانان د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي ته درومي.

هرکال په دې مراسمو کې ځينې کسان مري، ځینې یې د عمر د ډېروالي له امله او ځینې یې د ګڼه ګوڼې پر مهال.

سږکال دوې اونۍ وړاندې د یوه کرېن د لوېدو په پایله کې په مسجد الحرام کې تر سلو زیات کسان ووژل شول او ۲۳۰ ټپيان شول.

په څو تېرو کلونو کې د مسجد الحرام د پراختیا چارې روانې دي او د جوړونې چارې پکې کېږي.

پر عرفات د سعودي پولیس ځای پرځای شوي، او له امنیتي ځواکونو سره د حاجیانو د څپو امنیت نیسي.

نن (عرفات) به حاجیان پر عرفات تر لمر لوېدو پورې پاتې کېږي او بیا به مزدلفې ته لېږدي او شپه به هلته تېروي.

د سعودي چارواکو ویلي، عربستان ته له بهره د ورغلو حاجیانو شمېر یو میلیون درې سوه او اتیا زره دی.

په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو ډېر د اندونیزیا حاجیان دي، چې شمېر یې ۱۶۸ زره کسانو ته رسېدلی.

سعودي وايي، د حاجیانو د امنیت، تنظیم او خدمت لپاره یې تر سلو زرو ډېر پولیس، امنیتي ځواکونه، او د بېړنیو چارو کارکوونکي ګومارلي دي.

د انځور حقوق
Image caption په مِنی (مِنا) کې د حاجیانو د هوساینې او خوندیتوب لپاره په مجهزو وسائلو سمبالې ۱۶۰ زره خېمې درول شوې

د روغتیا وزارت هم ۲۵ زره کارکوونکي ور استولي.

کعبه په نوې جامه کې

د ذي الحجې نهمه (د عرفې) پر ګهیځ وختي له معمول سره سم،کعبې شریفې ته د نوې جامې وراغوستل پیلېږي، چې له خالصو ورېښمو جوړ شوي او د خدای پاک نومونه په سپینو او سرو زرو پرې لیکل شوي.

د کعبې پوښ له څلورو برخو جوړ شوی، چې د کعبې هرې خوا ته ځانګړې برخه مشخصه شوې ده.

د کعبې شریف د جامو بدلولو د چارو عمومي مشر دوکتور محمد باجوده ویلي، هر کال د کعبې د جامو بدلول د ذي الحجې میاشتې له پیلېدو سره شروع کېږي.

طبیعي ورېښم

د کعبې شریفې جامه په څو پړاوونو کې جوړېږي، اوبدل کېږي بیا ګنډل کېږي، بیا یې ټولې ټوټې سره راغونډېږي.

باجوده وايي، دغه جامه له طبیعي ورېښمو څخه جوړېږي، چې تور رنګ لري، او له اوو سوو پورې خالص ورېښم پکې کارول کېږي.

دی وايي، دغه ورېښم د (جاکارد) په طریقه اوبدل کېږي او "لا إله إلا الله محمد رسول الله" او"سبحان الله وبحمده" او"سبحان الله العظيم" او"يا حنان يا منان يا الله". پرې لیکل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption حاجیان د 'رحمت غره' کې خدای ته دعاګانې کوي

د کعبې شریفې د پوښ لوړوای ۱۴ دی او په درېیمه پورتنۍ برخه کې یې له سپینو او سرو زرو یو کمربند ګنډل شوی، چې په مرکب ثلث خط (لیکبڼه) پرې قرآني آیاتونه لیکل شوي.

په کمربند کې تر ۱۲۰ کیلوګرامو ډېر سره زر او ۲۵ کیلوګرامه سپین زر کارول کېږي.

ورته مطالب