د یمن تبعید شوی ولسمشر هادي عدن ته ستون شوی

عبد ربه منصور هادي د انځور حقوق
Image caption هادي په تېره مارچ میاشت کې عدن ښار ته د حوثي یاغیانو په نژدې کېدو سره له دې ښاره ووت.

په نړیواله کچه د یمن پېژندل شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي عدن ښار ته ستون شوی. نوموړی له تېر مارچ میاشتې راهیسې سعودي ته ته تبعید شوی و. یوه اونۍ وړاندې لومړی وزیر خالد بحاح هم یمن ته ستون شوی و.

د ښاغلي هادي دفتر ویلي، نوموړي په سعودي عربستان کې شپږ میاشتې تېرې کړې.

د عدن پر هوايي ډګر چارواکو وویل، هادي د سې شنبې په ورځ عدن ته په یوه الوتکه کې ورغلی.

رویټرز خبري آژانس ته یوې حکومتي سرچینې ویلي، ښاغلی هادي به د اختر ورځې په یمن کې تېرې کړي، بیا به د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ښار ته وخوځېږي.

هادي په تېره مارچ میاشت کې عدن ښار ته د حوثي یاغیانو په نژدې کېدو سره له دې ښاره ووت.

وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو ضد ایتلاف جوړ شو، او د حوثیانو او مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح اړوندو ځواکونه او ځایونه یې په نښه کړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وايي، د تېر مارچ له ۲۶مې راهیسې یمن کې نژدې ۴۹۰۰ کسان وژل شوي، چې تر ۲۲۰۰ ډېر یې ولسي وګړي دي دي.

د دغه ایتلاف د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ، د هادي ملاتړي ځواکونه او نور وسله وال وتوانېدل، چې حوثیان په تېر جولای کې له عدن نه په شا کړي.

خو د جګړو په اور کې عدن ښار ډېر خراب شو، په کوڅو او واټونو کې یې د القاعدې او ''اسلامي دولت'' وسله والو ته هم د جګړې او فعالیت زمینه برابره شوه.

د هادي له ستنېدو وړاندې د عدن هوايي ډګر شاوخوا ټینګ امنیت نیول شوی و.

په پام کې ده چې هادي به د خپل حکومتله ځینو وزیرانو، سیمه ییزو او پوځي او امنیتي چارواکو سره په راتلونکو څو ورځو کې وګوري.

د انځور حقوق EPA

تېره اونۍ، د حکومت لومړی وزیر خالد بحاج هم له اوو نورو وزیرانو سره عدن ته ستون شوی و.

ملګري ملتونه وايي، د تېر مارچ له ۲۶مې راهیسې یمن کې نژدې ۴۹۰۰ کسان وژل شوي، چې تر ۲۲۰۰ ډېر یې ولسي وګړي دي دي.

ورته مطالب