د اروپايي ټولنې مشرانو د کډوالو لېږدولو پرېکړه ومنله

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو هغه پلان منلی چې ۱۲۰ زره کډوال به له هغو هېوادونو چې تر زیات فشار لاندې دي، نورو هېوادونو ته واستوي. دوی پر پولو د لګول شویو محدودیتونو په اړه هم بحثونه وکړل.

رومانیا، د چک جمهوریت، سلواکیا او هنګري د الزامي ونډې د پلان پرضد رایې ورکړې.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم تېره ماښام غونډه وکړه او ویې ویل چې په سوریه کې د شخړې لپاره د حل موندل د کډوالو د کړکېچ د هوراي لپاره مهم حل ګنل کېږي.

بریتانیا وړاندې د کډوالو د لېږد په پلان کې له ګډون کولو انکار کړی و، خو هغه پلان ته یې ځان چمتو کړی و، چې د سوریې له کډوالو له کمپونو به کډوال مني.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي، چې ټول اروپايي هېوادون باید د کډوالو د وېش برخه کې "عادلانه برخه" واخلي.

د انځور حقوق GETTY

د ټولنې زیاترو غړو هېوادونو د دې ګام په پلوۍ رایه ورکړه خو د مرکزي اروپا څلورو هېوادونو منفي رایه ورکړه.

د انځور حقوق Getty

وروسته له څو اونیو څرګندو مخالفتونو او یو شمېر هېوادونه په بې پروايۍ تورنول، د اروپايي ټولنې ډېری وزیرانو موافقه وکړه چې داسې یوه پرېکړه تحمیل کړي چې له مخې به یې ۱۲۰ زره نوي رارسېدلي پناه غوښتونکي د اروپا پر وچې وویشي.

سره له دې چې د ختیځې او منځنۍ اروپا څلورو هېوادونو د دې پرېکړې مخالفت وکړ خو اوس د قانون له مخې اړ دي چې برخه واخلي.

اروپايي کمیسیون وایي چې قانون به پر ټولو پلی کوي.

د انځور حقوق Getty

ځینو پلازمېنو خو پر دې پرېکړې خپل قهر او غُصه څرګنده کړه. د سلواکیا لومړي وزیر وویل تر هغه چې دی په واک کې دی د ونډې اخېستلو مساله به ونه مني.

بله خوا بیا داسې نیوکې هم وې چې د اروپايي ټولنې دا اقدام کافي نه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل په داسې حال کې چې هره ورځ ۶۰۰۰ کډوال اروپا ته رسېږي ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي ډېر شمېر نه دی.

۱۲۰۰۰۰ کډوال څوک دي؟

  • ټول کډوال "ښکاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري"، چې له ایټالیا، یونان او هنګري نه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ولېږدول شي او هنګري هم برخه پکې واخلي.
  • له ایټالیا به ۱۵۶۰۰ کډوال، له یونان نه ۵۰۴۰۰ او له هنګري نه ۵۴۰۰۰ کډوال لېږدول کېږي، خو هنګري کې یې اصلي شمېر نه دی معلوم.
  • په یونان، هنګري، او ایټالیا کې د پناه غوښتونکو کډوالو لومړۍ نوملیکنه پیل شوې.
  • سوري، ارتیریايي او عراقي کډوالو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  • پناه غوښتونکي کډوال تر دوو میاشتو لېږدول کېږي.

ورته مطالب